close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې د ورښتونو له امله پنځه تنه مړه او پراخ مالي زيانونه اوښتي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایې چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله پنځه کسان مړه او ١٠ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون نن (دوشنبه،١٠ د غویي) وویل چې له يادو ځاني تلفاتو سره-سره د بارانونو او سېلابونو له کبله ٨٠٠ استوګنیز کورونه تخریب شوي، ١٠٠٠ څاروي تلف شوي او همدارنګه پر ٢٠ زره جریبه کرنیزه ځمکه حاصل ته رسیدلي فصلونه له منځه تللي دي.

ښاغلي قريشي نه ده مشخصه کړې چې په کومو ولسواليو کې ياد ځاني تلفات اوښتي دي.

د وروستیو بارانونو او سختو ورښتونو ورېدو له کبله کروندګر او باغوانان اندېښمن دي او د طالبانو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.