اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ارزوونکې کاري ډلې دورهيي غونډه نن (دوشنبه، ۱۰ د غويي) جوړېږي.
د کاري ارزوونکې ډلې غونډه چې د اپریل له ۲۹مې څخه بيا د می تر ۱۰ مې پورې د سويس په جينوا کې جوړېږي، د ۱۴ هيوادونو د بشري حقونو سوابق په کې ارزول کېږي.
د دې غونډې په لومړۍ ورځ تر غرمې وړاندې د نيوزيلينډ د بشري حقونو راپور او تر غرمې وروسته د افغانستان ارزونه کېږي.
هغه اسناد چې پر اساس يې ارزونه کېږي په هغو کې تر ارزونې لاندې د هيواد ملي راپور، د ډلو او د بشري حقونو د مستقلو کارپوهانو راپور، د بشري حقونو د بنسټونو او د مدني ټولنې د ډلو معلومات دي.
همدا راز د هيوادونو استازي د هغو فعاليتونو په اړه خبرې کوې چې په تېره دوره کې يې ژمنه کړې وه چې د وړانديزونو د تطبيق لپاره به يې عملي کوي او همدا راز د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګونو په اړه غږېږي.
په نننۍ غونډه کې د نصير احمد انديشه په مشرۍ د افغانستان يو پلاوی ګډون کوي.
افغانستان په داسې مهال کې د بشري حقونو په شورا کې تر ارزونې لاندې دی چې په دې هيواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعيت مخ پر خرابېدو دی.
طالبانو د ښځو او نجونو په ګډون افغانستان د وګړو پر حقونو او ازاديو سخت محدوديتونه لګولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د ۲۰۲۴ کال پر مهال په خپل وروستي راپور کې وويل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت تر پخواني راپور هم خراب شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه، چې د ده په باور د افغانستان له ښځو سره د طالبانو چلند او د جنسيت پر اساس ځورونه او اذيت د روم د اساسنامې له مخې «د بشريت پر خلاف جنايت» دی.
ده وويل: «زه يو ګام وړاندې ځم او وايم چې ممکن دا وضعيت جنسيتي اپارتايډ وبلل شي؛ ځکه چې د (طالبانو) واکمن چارواکي پر ښځو او نجونو د بشپړې سلطې راوستلو په موخه حکومت کوي.»