close
photo: sent to etilaatroz

د طالبانو محدودیتونه او د کار نشتون؛ د نیمروز له لارې هره ورځ سلګونه ځوانان په قاچاقي لارو ایران ته اوړي

پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واکمنیدو راهیسې زرګونه لوستي او نالوستي ځوانان د بېلابېلو لاملونو له کبله هیواد پریښودو ته اړ شوي او لاهم دغه لړۍ روانه ده او هره ورځ سلګونه افغان ځوانان هڅه کوي چې په قانوني او غیر قانوني لارو نورو بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي.

یو شمیر ځوانان چې د قانوني لارو نه موندلو له امله یې په قاچاقي لارو تګ ته زړه ښه کړی، وایي هیواد کې فقر، بې کاري او د طالبانو محدودیتونو اړ ویستي چې په مرګونو لار بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي.

د نیمروز اوسیدونکی شمس الله چې د قاچاقبر په لټه کې دی وایي، چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او پر ځوانانو د طالبانو محدودیتونو دېته اړ کړی چې په غیر قانوني لارو ایران ته ولاړ شي.

نوموړی زیاتوي، چې په تېر نظام کې یې په یو ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله، او د طالبانو راتګ سره یې د دغې ډلې له‌خوا اعلان شوي ټول اصول لکه ږیره پریښودل، لنګوټه تړل… پر ځان عملي کړل، خو بیا هم له دندې وشړل شو او اوس په کور ناست دی.

د شمس الله په خبره، که طالبان دوی ته کاري فرصتونه برابر کړي او د سختو محدوديتونو لګيدو څخه لاس په سر شي، نو هيڅکله به خپل هېواد پرینږدي.

هغه وویل: «زه په ښوونځي کې ښوونکی وم د دندې څخه يې لېرې کړم هيڅ داسې دليل هم نشته چې زما د دندې د ختميدو لامل وګرځي اوس کور کې بې کاره ناست يم که دنده راته پیدا نه شي ځم خارج ته  هره ورځ دغه فکر کوم.»

د افغان ځوانانو یوه ډله چې غواړي د نیمرو ولایت له لارې ایران ته په قاچاقي لارو لاړ شي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د ګل رحیم (مستعار) په نوم بو بل ځوان چې یو نیم کال وړاندې یې په قاچاقي لارو ایران ته ځان رسولی او په تهران کې په یوې کارخونه کې کار کوي، وایي چې اقتصادي ستونزو او د طالبانو د ډیرو څیړنو له امله اړ شوی چې هیواد پریږدي.

نوموړی زیاتوي، چې د جمهوري نظام د سقوط وړاندې يې د نيمروز د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو مديريت کې دنده درلوده، خو په خبره یې چې د طالبانو راتګ سره له دندې وشړل شو او هره ورځ ترې څیړنې کیدې، چې دې هرڅه اړ کړ چې هیواد پریږدي او د ایران لار خپله کړي.

محمد رحیم وایي، ایران کې هم د کار مزه نشته او هره میاشت ډیرې کمې پیسې خپلې کورنۍ ته لیږي او اوس هڅه کوي چې ترکیې هیواد ته د کار لپاره لاړ شي.

هغه وويل: «زه په ايران کې ژوند کوم يو نيم کال کېږي ايران ته راغلی يم اوس غواړم چې ترکيې ته ولاړ شم ځکه په افغانستان کې د کار زمينه نه ده برابره ځکه راغلم که په افغانستان کې کارونه پیدا شي بیا به افغانستان ته ځم.»

د افغان ځوانانو یوه ډله چې ایران ته د تګ لپاره یې خپل چمتوالی نیولی دی

بلخوا نیمروز کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د طالبانو د راتګ په لومړیو وختونو کې هره ورځ د نیمروز له لارې نږدې دوه نیم زره کسان په غیر قانوني لارو ایران ته اوښتل، خو زیاتوي، چې اوس په قاچاقی لارو د طالبانو د بندیزونو له کبله د ورځې یوازې ۵۰۰ لوستي او نالوستي ځوانان ایران هیواد اوړي.

سرچینه زیاتوي، هر کس چې غواړي ایران ته په قاچاقي لارو ولاړ شي د لارې د لګښت په ګډون باید قاچاقبر ته له ۱۰ زره افغانیو نیولې تر ۴۰ زره افغانیو پورې ورکړي، ځکه په خبره یې چې د پیسو زیاتوالی او کموالی د لارې په اسانه والي او سخت والي پورې اړه لري.

ورته مهال نيمروز کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولين وايي، هڅه کوي چې په دې ولايت کې ځوانان له قاچاقي لارو را وګرځوي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

دوی دغه راز زیاتوي، چې د لوستو ځوانانو لپاره یې یو شمیر بستونه هم د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارلي ترڅو په‌کې وړ کسان په دندو وګمارل شي.

د نيمروز ترڅنګ د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې دا مهال ځوانان د ورته برخليک سره مخ دي او وايي، چې د هېواد روانو حالاتو اړ کړي ترڅو پر سختو لارو بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.