close
Photo: Wikipedia

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ ميليونه ډالره مرسته کوي

اطلاعات روز: د نړيوال بانک مديره پلاوي د دې بانک د نړيوالې پرمختيايي ټولنې له لوري د افغان ټولنې د پایښت او معيشت پروژې سره د ۸۴ ميليونه ډالرو مرسته منظور کړې.

د نړيوال بانک اعلاميه چې پرون (سې‌شنبه، ۱۱ د غويي) خپره شوې، په کې راغلي چې په دې کې ۷۰ ميليونه ډالره بودیجه له ناوړه وضعيت سره د مبارزې يا پاپښت وجهي صندوق (ARTF) له لوري يوه اضافي مرسته ده.

د افغان ټولنې د پايښت او معيشت پروژه د ۲۰۲۲ کال پر مهال د افغانستان د پايښت د وجهي صندوق له لوري په ۲۶۵ ميليونه ډالري مرستې سره را پېل شوه تر څو په کليوالي او ښاري سيمو کې خدمات وړاندې کړي او معيشتي ملاتړ وکړي، همدا راز له ښځو او متضررو وګړو سره بلا عوضه ټولنيزې مرستې وکړي او له دې سره-سره د خدماتو د وړاندې کولو لپاره ټولنيز بنسټونه پياوړي کړي.

نړيوال بانک ويلي، چې د نوې مرستې په کڅوړې سره به په ښاري او کليوالي سيمو کې د دې پروژې فعاليتونه زيات شي، د ښځو لپاره د معيشت زيات فرصتونه برابرېږي، همدارنګه له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په برخه کې د انعطاف منلو پر چارو تمرکز زياتېږي او له دې سره-سره د راستنېدونکو لپاره بوختياوې برابرېږي او خدمات ورته وړاندې کېږي.

د افغانستان لپاره د نړيوال بانک مسوولې ملينډا ګود ويلي، چې د تېرو ۱۸ مياشتو پر مهال دې پروژې د اغېزناکو خدماتو وړاندې کولو لپاره د يوه پلټفارم بنسټ رامنځته کړی دی.

د دې په وينا، په اضافي مالي تأمين سره به دا پروژه د ۲۶ مياشتو پر مهال په شپږ زره او ۲۰۰ کليو او اتو لويو ښارونو کې خپلو اړينو کارونو ته دوام ورکړي.

د دې په وينا، د افغان ټولنې د پايښت او معیشت پروژې تر اوسه تر ۷۷۶ زره زياتو کورنيو ته لنډمهالې بوختياوې پیدا کړې دي او شاوخوا ۵.۴ ميليونه افغان وګړي ترې برخمن شوي دي.

همدا راز شاوخوا ۹۲ زره او ۲۰۰ متضرره کورنيو ته نغدي يا هم غير نغدي ټولنيزې مرستې ورکړل شوې دي چې پام وړ شمېر يې هغه کورنۍ دي چې د ښځو او يا هم معلولينو له لوري يې سرپرستي کېږي.

د نړیوال بانک په اعلاميه کې راغلي چې د افغان ټولنې د پايښت او معیشت په پروژه کې د افغانستان تقريبا ۷.۴ ميليونه وګړو روغتيايي، د اوبو او لارو خدماتو ته لاسرسی پيدا کړی او تر ۲.۱ ميليونه زياتو وګړو ته د روغتيا او خوړو، د اقليمي بدلون د اغېزو او خطرونو د مديريت په برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي.

تر وروستيو وچکاليو او طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په هيواد کې فقر او خوراکي ناامني زياته شوې.

د ملګرو ملتونو په وينا، د روان ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۳ ميليونه زيات وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

دې بنسټ د دې کسانو اړتياوو ته د رسيدنې لپاره د درې ميليارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.