close
photo: sent to etilaatroz

د کونړ طبیعي ښایستونه د زرګونو سیلانیانو کوربه؛ سیلانیان: سړکونه خراب او سیاحتي اسانتیاوې په نشت حساب دي

کونړ د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې طبیعي ښایستونو او نرمې هوا یې د کال په هر موسم کې د زرګونه کورنيو او لسګونه بهرنيو سیلانیانو پام ور اړولی دی.

کونړ ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلي سیلانیان وايي، د دغه ولایت سیاحتي سیمو کې د سړکونو، هوټلونو، انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د حل په برخه کې یې د طالبانو حکومت پر بې غورۍ تورنوي.

بل لور ته کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د سیلانیانو ستونزې مني او زیاتوي، هڅه کوي چې د سیاحت په برخه کې به شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

شرافت چې له کندهار ولایت څخه له خپلې لس کسیزې ډلې سره د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ ته په سیاحت راغلی وايي، د کونړ ولایت طبیعي ښکلاوو او ښې هوا اړ کړ، چې د هېواد له سویله سلګونه کېلو مټره مزل وکړي او د افغانستان ختیځ ته راشی.

دی زیاتوي، چې د کاري ستړیاوو او ذهني ارامتیا په موخه کونړ ته راغلي او له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم غوښتنه کوي، چې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو ته سفرونه وکړي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ له نورو خلکو او په ټولنیزو رسنیو کې کیسې اورېدلې وې، چې کونړ ډېر ښایسته ځای دی، ډېرې ښې منظرې لري، ډېر ښایسته ځنګلونه لري، ډېرې شنې ساحې لري، ښې اوبه لري، نرم او مېلمه پاله خلک یې دي؛ نو مونږ هم پلان ونیوه، چې له خپلو ملګرو سره کونړ ته راشو، له خوراکي شیانو نیولې تر بسترو پورې مو له ځان سره راوړي، له چکرو مو ډېر خوند واخېست او دلته به ډېرې ورځې تېروو او بیا به خپل ولایت ته ستنېږو.»

د هېواد له ګوټ ګوټه راغلي سیلانیان، چې د کونړ بېلابېلو ولسوالیو ته روان دي او د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې انځورونه اخلي او دمه کوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

سیلانیان که څه هم د طبیعي ښکلاوو او منظرو له خوند ماړه نه دي، خو زیاتوي چې د سیاحت په سیمو کې یو شمېر شته ستونزو د دوی د چکر مزه خرابه کړې.

دوی وايي، د سیاحت سیمو ته د سړکونو خرابوالي، د مناسبو هوټلونو او برېښنا کمښت، مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو نشتوالي یې سیاحت بې خونده کړی، چې په دې برخه کې طالب چارواکي پر ناغېړۍ تورنوي.

له غزني ولایت څخه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس سیمې ته راغلي سیلاني خلیل الرحمن وویل: «غزني کې لاهم ژمی دی، ساحې شنې شوې نه دي؛ نو مونږ د چکر لپاره کونړ ته راغلو، خو دلته د چکر ځایونو ته سړکونه نه دي جوړ شوي، برق نشته، داسې هوټل نشته چې ټول ضرورتونه په کې پوره شي، انټرنېټ کار نه کوي، عکسونه او وېډیوګانې کوو، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې نشو خپرولی، حکومت [طالبان] باید دغو مشکلاتو ته د حل لار پیدا کړي، نه دا چې کرارې یې ننداره کوي، حکومت په دې طریقه نه کېږي، چې یوازې پیسې ټولې کړه او نور خلکو ته سهولت مه برابروه.»

له کندهار ولایت څځه راغلي سیلانیان د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د مناسبو هوټلونو د نشتوالي له امله په خپل لاس غرمنۍ چمتو کوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

بل لور ته کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د کوچني اختر په لومړیو درېو ورځو کې کابو ۱۲۰ زره کورني سیلانیان دې ولایت ته راغلي، چې له اختر وروسته هم دغه لړۍ روانه ده.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د سیلانیانو ستونزې او نیوکې مني او وايي، د سیاحت په برخه کې یې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې پېل کړي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د طالبانو ګرځندوی آمر منیب الله شاکر زیاته کړه: «کونړ ته د اختر له اولې ورځې تر لسمې ورځې پورې د افغانستان له نورو ولایتونو ۱۱۹ زره ۸۵۳ سیلانیان راغلي او اوس هم روزانه سلګونه سیلانیان را روان دي، د سیلانیان پر وړاندې د سړکونو، هوټلونو او انټرنېټ په برخه کې یو څه مشکلات شته، خو مونږ کوشش کوو، چې د حل لار ورته پیدا شي، مونږ د کونړ په ټولو سیمو کې د سیلانیانو لپاره د لارښوونې ټیمونه ګمارلي، چې سیلانیان په آسانۍ خپل سیاحتي سفرونه ترسره کړي.»

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال لوی اختر کې شاوخوا ۸۰ زره کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو سیاحتي سیمو لیدنه کړې وه، چې د تېر په پرتله سږ کال په کې شاوخوا څلوېښت زره زیاتوالی راغلی دی.

د پخواني جمهوري نظام پرمهال هم د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونو سیلانیانو د کونړ له ګڼو سیمو ننداره کوله، خو هغه مهال د اوسنۍ واکمنې ډلې د جنګیالیو له وېرې یې سفرونه خوندي نه وو او چا په آسانۍ لېرې ولایتونو ته د سیاحت په موخه زړه نه ښه کاوه.