close

طالبانو پکتیکا کې د ښځينه وېښتانو په پېر او پلور بنديز لګولی

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د طالبانو د امنیتي ادارو له لوري د ښځينه ويښتانو په پېر او پلور بنديز لګول شوی او دا کار یې د شريعت خلاف عمل بللی دی.

په دې ولايت کې د طالبانو له امنيې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن (چهارشنبه، ۱۲ د غویي) يې په مرکز ښرنه کې دوه هغه ځوانان نيولي چې په کليو او بانډو کې يې د ښځينه وېښتانو پېر کاوه.

خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ښار نيول شوي دواړه کسان د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي چې ورسره يوه اندازه د ښځو وېښتان هم نيول شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندانۍ په دې تړاو نور جزيات نه دي ورکړي.

پکتيکا کې د نورو ولايتونو هغه سوداګر د طالبانو له امنیې قومندانۍ سره ثبت شوي چې په لېرې پرتو سيمو او کليو کې په پرچون ډول په موټرسايکلونو او بایسکلونو پېر او پلور کوي.