close

څار؛ د طالبانو استخبارات او د خلکو انديښنې

احسان اميد

وړاندينۍ خبرې

په بشري ټولنو او ورځني ژوند کې د عامه پوهاوي د کچې زياتېدو ته په پام، د معلوماتو د راټولولو ارزښت او اړتيا له چا پټه نه ده. ټولو يې د فردي او ټولنيز ژوند په روانو چارو په عمومي توګه په عمومي مسايلو کې اړتيا منلې ده. د معلوماتو د راټولولو او پوهاوي ته د رسېدو يوه تګلاره جاسوسي ده. له همدې کبله هيوادونه د معلوماتو د راټولو په موخه د جاسوسۍ سيسټمونه جوړوي. بنسټونه د خپلو ماموريتونو د ترسره کولو لپاره معلوماتو ته اړتيا لري او په واقعيت کې همدا معلومات يا هم اطلاعات په چارو کې د هغو لارښوونه کوي. همدې ارزښت او اړتيا ته په پام واکمنو او ځينې وختونه اشخاصو په فردي کچو خپلو مشخصو اهدافو ته په پام د جاسوسۍ تګلاره د اساسې اړتيا په توګه پېژندلې او په خپلو اړوندو چارو کې يې له پايلو ګټه اخلي. ډېری چارې د همدې په وسيله ترسره کېږي او ډېری بندې غوټې د همدې په وسېله پرانيستل کېږي. د دې برعکس څه هم پېښېږي؛ البته دا د مخته وړونکو او پلي کوونکو په اهدافو او نېتو پورې اړه لري.

په ولسي او ډيموکراټيکو حکومتونو کې له انساني سرچينو څخه د معلوماتو پر راټولولو له ټينګار سره-سره د خصوصي او عمومي حقونو رعايت، د خلکو مشروعو غوښتنو او همدا راز خصوصي حريم، د ازادۍ حق او د ټولنې د وګړو د حرمت او عزت ساتنې ته پاملرنه کېږي. استبدادي او غير ولسي حکومتونه د وګړو په ډېرو خصوصي مسايلو کې لاسوهنه کوي او د چل او فريب او ځينې وختونه د زور او ګواښ له لارې مداخله کوي او ځينې وختونه د خلکو له اړتيا او مجبوريت څخه د ځان په ګټه استفاده کوي. د دوی استخباراتي فعاليتونه او بنسټونه خپل حد نه پېژني او د معلوماتو د را ټولولو لپاره له هرې حربې استفاده کوي؛ هغه څه چې نن يې د طالبانو استخبارات ترسره کوي.

په دې ليکنه کې د طالبانو د استخباراتو د فعاليت هغې برخې ته پام شوی چې د افغانستان د خلکو پر ژوند او برخليک اغېز لري. تر کومه حده چې په دې ليکنه کې شوني دي، خلک بايد د ټولنې پر عمومي چارو او همدا راز د هغوی پر ژوند او شخصي برخليک د استخباراتو له اغېز او فعاليت څخه خبر وي. په دې توګه بايد په هوښيارۍ، تدبير او بيدارۍ سره د استخباراتو د کارمندانو له لوري د استخدام يا نفوذ لپاره کاريدونکې فريبکارانه نقشې شنډې کړي او هم بايد په دې پوه شي چې د طالبانو د استخباراتو له لوري پر خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان د لويو ښارو پر اوسېدونکو کوم پلانونه عملي کېږي.

د استخباراتي سازمانونو د کار ماهيت

اوس مهال د استخباراتي سازمانونو د کار عمومي روش له چا پټ نه دی. په بېلابېلو برخو کې د نړۍ د استخباراتي سازمانونو د فعاليت په اصولو کې به ښايي هيڅ تفاوت نه وي. ټول سازمانونه په بنسټيز سياست او لارښودو اسنادو کې خپل کلي او عمومي وظايف د شته حاکميت په ټينګولو، د وګړو د مال او ځان په خونديتوب او د ملي ګټو په ساتنه سره تعريفوي. ملي ګټې او ملي امنيت د استخباراتو لپاره بنسټيز اصول ګڼل کېږي. د وګړو د امنيت ساتنه، د هغو د حقونو رعايت او فردي ارزښتونو ته درناوی د يوه هيواد د استخباراتو يو بل ماموريت دی. د فعاليتونو په مخته وړلو کې د جزيياتو له مخې د تکتيکونو د انتخاب خبره ده چې د نړۍ د استخباراتو ترمنځ توپير رامنځته کوي؛ هغه څه چې اوس مهال په نړۍ کې غوره مديريت يا هم متفاوته ستراتېژي بلل کېږي. د فعاليتونو د مخته وړلو روش هغه وخت ځانګړی کېږي چې د نورو له لوري يې تفکيک او پېژندل سخت وي او پر وړاندې يې د مقاومت او په هغه د پوهېدو لپاره د وګړو درک ټيټ شي.

د استخباراتو د بنسټ د کار پېل د هغو سوژو پېژندل دي چې ګومان کېږي ناامني ترې پيدا کېږي او د حاکم نظام ستنې ننګوي. د دې ناامنيو او ننګونو د له منځه وړلو لپاره فاکتورونه او عوامل پېژندل کېږي او لومړيتوب يې ټاکل کېږي او همدا راز د هغو د حل کولو لپاره د لارو-چارو د پيدا کولو هڅه کېږي. د استخباراتو د کار ماهيت پټ فعاليتونه دي چې تر ډېره حده د جاسوسۍ او د پټو، مجربو او غوره شويو عواملو په وسيله ترسره کېږي. استخبارات د هغو کسانو پر وړاندې چې هڅه کوي له هر ممکن فرصت څخه په استفادې حاکم نظام ته زيان ورسوي او يا يې هم د له منځه وړلو هڅه وکړي، په قوت او جديت درېږي او د هر ډول مخالفت او اعتراض را پيدا کېدل په نطفه کې ځپي او ختموي يې. استخبارات جغرافيايي موقعيت او سيمې ته په پام خپل فعاليتونه له بېلابېلو چلونو او نويو تکتيکونو څخه په کار اخيستو په دوامداره توګه ترسره کوي.

د معلوماتو راټولول چې د استخباراتو د اصلي ماموريت يو جز دی، په مستقيمه توګه او يا هم د سرچينو له لارې ترسره کېږي. د پام وړ خبره داده چې استخبارات دومره پرسونل نه لري چې هر ځای دې حضور ولري او د خلکو فعاليتونه او کارونه دې وڅاري؛ بلکې د اړتيا وړ معلومات د نفوذ يا هم د انساني منابعو د استخدام او يا هم له تخنيکي او تکنولوژيکي ابزارو څخه په استفادې راټولوي. د نفوذ او منابعو د استخدام لپاره تر ډېره حده پر هغو کسانو تمرکز کوي چې له خلکو سره نږدې او مستقيمه اړيکه لري. استخبارات متنفذينو او هغو افرادو ته پام کوي چې اړيکې لري او ډېره هڅه کوي چې د هغوی له امکاناتو او معلوماتو څخه ګټه واخلي. د انساني سرچينو تر ټولو مهمه ځانګړتيا د هغوی د تشخيص او پېژندلو ځواک دی، خو دا خپلې نيمګړتياوې هم لري چې په دې لړ کې د دندې پر مخته وړلو په رواني او جسماني توګه منفي اغېز کوي.

د معلوماتو د را ټولولو په لړ کې ضرور ده چې دې تفکيک ته پام وشي. استخبارات دوه ډوله معلومات راټولوي. يو، خاص معلومات دي چې د ټاکلو اهدافو په توګه تعيين شوي وي او په دې لړ کې ځواکونه او ادارې موظف کېږي چې له خپلو ټولو امکاناتو او تر لاس لاندې سرچينو څخه استفاده وکړي، تر څو ټاکلی هدف په بېړه ترلاسه شي. دويم، عمومي اطلاعات دي. دا ډول معلومات په عادي او د ادارو له لوري د مشخصو شويو تګلارو له مخې راټولېږي. د اړوندو ادارو له لوري تر تحليل او شننې وروسته په ځانګړې توګه د تحليل او شننې د واحد له لوري تر ارزونې وروسته معلومات خلاصه کېږي او په بله مرحله کې يې پر پايلو د ذيصلاح مسوولينو له لوري تصميم نيول کېږي. ډېری نوي او مهم اهداف د عمومي معلوماتو تر تحليل او شننې وروسته رامنځته کېږي او د ادارو په عاجله اجنډا کې د لومړيتوب له مخې ځای پيدا کوي.

په فهم کې بې وسه او په عمل او ځپنه کې ازاد

په ډيموکراټيکو نظامونو کې اطلاعاتي سازمان يا هم استخبارات يو دولتي بنسټ دی چې قانوني ماهيت لري چې دنده يې د ظرفيتونو او ضعفونو پېژندنه، له هيوادونو او د نظام له رقيبو بنسټونو او مخالفينو څخه د پټو او مرموزو روشونو له لارې د کافي شواهدو او مستنداتو پر اساس نظامي او امنيتي معلوماتو راټولول او د هغو تحليل او شننه ده. د هر هيواد د ملي امنيت د ساتنې او تأمين په موخه د داسې بنسټ جوړول او شتون اړين ګڼل کېږي. د دې بنسټ ټول فعاليتونه  او اقدامات د قانون په چوکاټ کې دننه وي او د نورو ټولو دولتي بنسټونو په څېر د قانون او ملت پر وړاندې مسوول او ځواب ويونکی وي مګر د خپلو چارو په مخته وړلو کې زيات صلاحيتونه لري.

اوس مهال د «اسلامي امارت» په نوم د طالبانو په نظام کې دا اداره د استخباراتو په نوم فعاليت کوي او د دې ډلې يوه ډېره پټه او ځواکمنه اداره ده چې د کمونيستانو د وخت د خاد ادارې په څېر له هيڅ ډول جنايت او انسان ضد تاوتريخوالي څخه مخ نه اړوي. د طالبانو حکومت هم هيڅ ډول اصولو او د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن نه دي. له دوو کلونو را په دې خوا تر ډېره حده غير پښتانه عادي افراد او حتا ماشومان د بې بنسټو تورونو او له شواهدو او لازمي او قانوني مدارکو پرته په وحشتناکه توګه کړېدلي، وژل شوي، ورک شويو زنداني شوي، بې عزته شوي او تېری پرې شوی. دا اقدامات او غير انساني او غير اصولي کړنې په بې مخينې توګه دوام لري او لاهم د پراختيا په حال کې دي. دې چارې له خلکو رواني ارامي او د ځاني او مالي امنيت ډاډ اخيستی او په هيواد کې يې د وېرې او وحشت لمن پراخه کړې ده.

بل اړخ ته، کوم کسان چې د استخباراتو په دفترونو او بېلابېلو څانګو کې دندې ترسره کوي، د استخباراتي فعاليتونو د مخته وړلو پوهه او وړتيا نه لري، خو بل لور ته د وګړو ترمنځ د وحشت په رامنځته کولو او د هغو په ځپلو کې بې حده زيات واک لري. کوم طالبان چې په لومړيو کې د استخباراتو په ادارو کې ځای پر ځای شول، د هغوی ډېريو د لوست او ليک وړتيا نه درلوده. دې ډلې د طالب مشرانو د هوښيارۍ او تر ډېره حده د پاکستان د اسخباراتي سازمان (آی ايس آی) په مشوره د جمهوريت د مهال د کارمندانو پر وړاندې چې په دندو کې وو، نرم چلند غوره کړ، تر څو د کار پروسه ترې زده کړي. حتا ځينو پخوانيو کارمندانو چې نه يې غوښتل د دې ډلې په نظام کې کار وکړي، هغوی ته رسمي بلنه ورکړل شوه چې په ډاډ او امنيت سره د طالبانو استخباراتي ادارې ته حاضر شي.

د جمهوريت د مهال د همدې محدودو کارمندانو له لارې يې په استخباراتي ادارو کې د کار او فعاليتونو ټول اسناد او لارښود لوايح وژباړل. اکثريت اسناد چې يې خوښ وو او يا يې هم اړتيا ورته درلوده، هغه يې په پښتو ژبه ترجمه کړل البته د جمهوريت د مهال له کارمندانو سره نرم چلند ډېر دوام ونه کړ. د هغوی يو شمېر کسان چې د کار متفاوته وړتيا او ظرفيت يې درلود، په ځانګړې توګه هغه کسان چې تخنيکي وړتياوې يې درلودې وساتل او هغه کسان يې نه يوازې ونه ساتل بلکې په مختلفو پلمو يې حذف کړل چې نور يې ترې کار نه اخيست او له بېلابېلو لارو او تحقيروونکي چلند له لارې يې اړ کړل چې په خپله اداره پرېږدي.

د طالبانو استخبارات اوس مهال د «امارت» د نظام د ساتنې او بقا په خاطر د هيواد د وګړو ترمنځ له پراخو مالي سرچينو او زرګونو استخدام شويو کسانو يا هم غير رسمي کارمندانو سره فعاليت کوي. د طالبانو استخبارات له هر ډول تګلارې او استخباراتي تکتيکونو څخه په استفادې معلومات راټولوي، د خلکو فعاليت او کار څاري او د پخواني دولت نظاميان او د عدلي او قضايي برخې کارمندان تشخيصوي. له بده مرغه د هيواد اکثريت وګړي د طالبانو د استخباراتو له تګلارو او تکتيکونو سره بلدتیا نه لري او له همدې کبله متضرر کېږي. تر اوسه د طالبانو استخباراتو د معلوماتو راټولولو لپاره د پاکستان د اطلاعاتي سازمان (آی ايس آی) په تقليد په نويو او ناپېژندل شويو تګلارو له انساني او تخنيکي سرچينو استفاده کوي.

د طالبانو استخبارات تر ډېره حده انساني اطلاعاتي سرچينو ته پاملرنه کوي او په پراخه توګه بېلابېل اقشار په ځانګړې توګه ښځې او ځوانې نجونې د واټساپ له لارې تطميع او تهديدوي. له دې سره-سره، له بانفوذه افرادو، ګذر وکيلانو، د مسجد له ملا امامانو، فقر کوونکو، په لاسي ګاډو کې د سامان له پلورونکو او کسبکارانو هم کار اخلي او دا تګلارې تر ډېره حده د خلکو لپاره نابلده دي. د يادونې  وړ ده چې انساني سرچينې د تخنيکي سرچينو په پرتله د معلوماتو په راټولولو کې زياتې ګټې لري. له تخنيکي متضرروالي څخه خونديتوب، په هر زمان او مکان کې اسان لاسرسی او د بشپړو او دقيقو اطلاعاتو را ټولول د انساني اطلاعاتي منابعو غوره ځانګړنې دي. همدې ته په پام، طالبانو تر ډېره حده د انساني منابعو استخدام ته زياته پاملرنه کړې ده.

البته کوم معلومات چې له انساني سرچينو راټولېږي، خام يا هم غير مستند اطلاعات وي چې د تېروتنې، استفادې او شخصي خصومتونو د مخنيوي او همدا راز د بشپړ نه لاسرسي او نورو مواردو له کبله چې کومې بې موجبه احتمالي نيونې کېږي، د هغو د مخنيوي لپاره بايد لومړی مستند شي او وروسته بايد قانوني اقدامات وشي، خو د طالبانو استخبارات دا غير مستند اطلاعات د خپلو اقداماتو او نيونو اساس ګرزوي او له ځنډ پرته د نيونې، شکنجې او د خلکو د وژنې اقدام کوي. د طالبانو د استخباراتو دې ډول اقداماتو او تاوتريخجنو او غير قانوني چلندونو د خلکو ترمنځ د وېرې او وحشت پراخ موج را پيدا کړی دی. اوس مهال د هيواد هيڅ وګړی هم د طالبانو د استفاده جو او فرصت طلبو جاسوسانو له لاسه د ارام خوب نه لري.

پر شخصي ژوند او خصوصي حريم سخت څار

د خلکو خصوصي حريم او شخصي ژوند ته ننوتل د معلوماتو او مشخصو افرادو د پېژندلو لپاره د طالبانو د استخباراتو يوه اساسي تګلاره ده. د دې کار د کولو او پر وخت اطلاع ورکولو لپاره يې په کافي اندازه اطلاعاتي منابع او يا هم جاسوسان استخدام کړي دي. اوس مهال کوڅې ټولې له جاسوسانو ډکې دي. که چيرته روان يو او يا هم د خلکو ترمنځ خبرې کوو، بايد پر دې فکر وکړو چې يو څوک مو خبرو او عمل ته متوجې دی. انټرنيټ او ځيرکو ټليفونونو د طالبانو لپاره د انځوريزو، ويډيويي او غږيزو اطلاعاتو د راټولولو او موقعيت د تثبيت لپاره دوی ته يوه ښه اسانتيا برابره کړې ده. دا په داسې حال کې چې طالبانو تر واکمنېدو وړاندې هم په پراخه توګه د خپلو اوامرو د نشر او اطلاعاتو د تبادلې لپاره له واټساپ پیغام رسوونکي کاريال څخه استفاده کوله. اوس مهال هم دا ډول عمومي اطلاع رسونه لري چې هلته يې ټول افراد او غړي شته دي. وړاندې تر دې چې د دې ډلې د مشرۍ پیغام، امنيتي راپورونه يا هم تر تعقیب د لاندې خلکو په اړه اطلاعات د رسمي مکتوب له لارې‎ انتقال شي؛ له همدې لارې يې د هيواد په ټولو برخو کې له خپلو افرادو سره شريکوي چې په دې توګه د لويي لارې په اوږدو او د پلټنې په ځايونو کې د دې ډلې افراد د واټساپ د اطلاعاتو او عکسونو پر اساس په چټکه توګه غبرګون ښيي او دا خلګ تثبيت او تشخيصوي.

د طالبانو استخبارات په بېلابېلو ځايونو کې د خلکو د څار او کنټرول لپاره تر ډېره حده هغه افراد ګماري چې په هلته په دوامداره توګه حضور او هر وخت لاسرسی ولري. دا افراد له هر قشر څخه کېدلای شي؛ په دې افرادو کې دوکانداران، په لاسي ګاډو کې پلورونکي اشخاص، د رهنمای معاملات دفترونه، د ټولنې متنفذين او په ځينو مواردو کې ښځې هم شاملې دي چې کولای شي له خپلې کوڅې معلومات راټول کړي او د طالبانو استخباراتي کسانو سره يې شريک کړي.

اوس مهال تر ډېره حده طالبانو ته مطلوب افراد له همدې منابعو څخه چې يادونه يې وشوه په ګټې اخيستلو پېژندل شوي او نيول شوي دي. په دې لړ کې يوه اساسي ننګونه خوش باوري او د کورنيو او د کورنۍ د غړو ژر باور کول دي او خپل اطلاعات او د ژوند رازونه له هر چا سره شریکوي. بل اړخ ته، د وخت تر تېرېدو وروسته داسې فکر کوي چې د طالبانو استخبارات يې نور د کورنۍ غړي نه تعقيبوي او په دې وخت کې نو د قضيې په تړاو بې تفاوتي غوره کوي؛ مګر له دې خبر نه وي چې داسې چارې ورته لوی سر دردی پيدا کولای شي. له بده مرغه په هيواد کې د داسې پېښو بېلګې لرو. په دې اړه د هيوادوالو له خولې ځينې راپورونه او کېسې شته چې د کورنۍ غړي يې يو کال وروسته په همدې توګه نيول شوي دي.

د همداسې يوې پېښې په اړه خالده وايي، چې د کاکا زوی يې د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو غړی و او د يوه داسې چا د راپور پر اساس نيول شوی چې دوی ته نږدې يې ژوند کاوه. دې وويل: «زما د کاکا زوی څو کاله د ملي امنيت په ارګان کې سرتېری و. د نظام تر سقوط وروسته د طالبانو له وېري تېښتې ته اړ شو خو تر يوه کال وروسته کور ته راغی ځکه موږ ټول ډاډه شوي و چې طالبان به ستونزه نه جوړوي، خو خبر نه و چې زموږ د کوڅې په سر کې جواري فروش چې د طالبانو تر واکمنېدو څو مياشتې وروسته يې کار پېل کړی و، په حقيقت کې د طالبانو جاسوس و او زما د کاکا د کور د څارنې او نظارت مسووليت يې درلود. کومه ورځ چې مې د کاکا زوی کور ته راغی، د هماغې ورځې په شپه د طالبانو استخباراتو له خپل کور څخه ونيوه. تر دې وروسته متوجې شوو چې هماغه جواري پلورونکی هم زموږ له کوڅې څخه تللی دی.»

عادي چلونه د غافل کولو لپاره يو فريب

د اوسني حاکميت او نورو ټولو استبدادي نظامونو يو مغرضانه او فريبانه سياست دادی چې کله د خدماتو په وړاندې کولو او دندو په ترسره کولو کې پاتې راشي، نو د وګړو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو ته لمن وهي. په ټولنه کې ټولنيزې او کله – کله طبيعي پېښې په داسې توګه سازماندهي کوي، چې وګړي ټول وخت له يوه-بل سره مصروف وي. د خلکو لپاره د ژوند بهير تر دې کچې دردوونکی او بوختوونکی ګرزوي چې خلک د ټولنې د لويو او حياتي مسايلو په تړاو فکر کولو ته وخت نه شي پيدا کولای.

په ټولنه کې د وېرې او وحشت رامنځته کول د طالبانو د استخباراتو يو بل چل دی. کله چې په ټولنه او د ژوند په چاپېريال کې خلک له يوه واکمن څخه په تنګ او ترې اندېښمن وي، نو خلک له رواني فشار سره مخ کوي او په رواني توګه يې تنګوي. په دې صورت کې هيڅوک نه شي کولای د خپل راتلونکې په ګټه سم او منطقي تصميم ونيسي.

د وګړو پر خلاف يو بل چل د استخباراتو د کارمندانو له لوري له اغېز لرونکو افرادو سره اړيکه نيول او له هغوی سره خبرې-اترې او استدلال کول دي، تر څو يې د همکارۍ لپاره استخدام کړي او له همدې لارې معلومات راغونډ کړي. په دا ډول اړيکو او خبرو-اترو کې اکثريت وختونه د خاورې او ملت ارزښتونه او ارمانونه را وړاندې کوي چې انګېزه ورکوونکی اړخ لري او د افرادو له احساساتو او غرور سره تړاو ورکوي. که دا تګلاره نتيجه ور نه کړي، د استخباراتو کارمندانو د مطلوبو افرادو د ضعف په نقاطو پسې ګرزي تر څو يې له همدې لارې ګډ کار او همکارۍ ته چمتو کړي. که دا روش هم کومه پايله ور نه کړي، د پيسو وړانديز يو بل انتخاب دی چې د استخباراتو کارمندان يې په وسيله نفوذ پیدا کوي او منابع استخداموي. البته د دې هر روش انتخاب په دواړو مذاکره کوونکو اړخونو پسې تړاو لري. ښايي د يو چا لپاره انګېزه ورکول نتېجه ولري او د بل چا لپاره پيسې او يا هم د هغوی د ضعف نقاط ورته يادول. دا شونتيا هم شته چې د ځينو لپاره دواړه او يا درې سره روشونه استعمال شي.

پټ فعاليتونه؛ کم لګښت لرونکې او نتيجه ورکوونکې تګلاره

کله چې د استخباراتو يو کارمند په ساحه کې فعاليت پېلوي، نو په ښکاره نه وايي چې زه د استخباراتو کارمند يم او د دې لپاره راغلی يم چې له تاسو معلومات او يا هم ځانګړي اهداف ترلاسه کړم بلکې د خپلو استخباراتي فعاليتونو د مخته وړلو لپاره له بېلابېلو پټو لارو-چارو استفاده کوي. په پټو افرادو کې ښايي په خپله د استخباراتو کارمندان هم وي او يا هم هغه افراد چې په نفوذي توګه استخدام شوي وي او فعاليت کوي. که چيرته داسې پټ افراد استخدام شوي وي، نو ګام پر ګام ټولې دندې او مسوولتيونه د استخباراتو د کارمندانو له لوري ورکول کېږي او له هغوی سره اړينې لارښوونې شريکېږي. د استخباراتي پرسونل لپاره د اهدافو د کشف، پيژندنې او تثبيت او همدا راز معلوماتو راټولولو لپاره زياتې پټې لارې-چارې شته دي. دلته يې يوازې يو څو بېلګو ته اشاره کوو. البته دا يادونه بايد وکړو چې د دې څو بېلګو يادول په دې معنا نه دي چې په دې کارونو ټول بوخت افراد جاسوسان دي.

استخبارات له مرستندویو او بشرپالو بنسټونو څخه چې د مرستې تر توزيع وړاندې سيمې ته راځي او د جنسيت، کاري بوختيا او د هغوی د فعاليت د سیمې په تفکيک سره ارقام راټولوي، استفاده کولای شي.

استخبارات د احصاېيې د کارمندانو له لارې د سيمې خلکو ته خپلې فورمې وېشي او ترې غواړي چې د شمېر، جنسيت، عمر، فعلي دندې، کار ځای، کاري سابقې او نورو ټولو اړينو فکټورونو په تړاو دقيق معلومات وړاندې کړي.

استخبارات کولای شي د اوبو رسونې او برق د شرکتونو له لارې هم مطلوب معلومات لاس ته راوړي. له دې چارې د خاصو موخو او مشخصو سوژو لپاره کار اخيستل کېږي. داسې چې افرادو ته له څرګندو وظايفو سره سوژه ورکول کېږي، تر څو کار ترسره کړي او لازم معلومات راټول کړي او يا هم ځانګړې سوژه تثبيت کړي.

د امنيت د تأمين په پلمه د کامرو لګول

د معلوماتو د راټولولو تخنيکي سرچينې لکه د ټیليفوني اړيکو د کنټرولولو سيسټم، د ښارونو او ان هيواد په کچه د امنيتي کامرو لګول چې د پيژندنې قوي وړتياوې ولري او همدا راز په کوڅو او ان شخصي کورونو کې د امنيتي کامرو لګول د يوې قانونمندې ټولنې عادي چارې دي او په دې لړ کې د وګړو خصوصي حريم رعايت کېږي او د خلکو په شخصي ژوند کې له لاسوهنې ډډه کېږي. مګر د افغانستان په لويو ښارونو کې د امنيتي کامرو د لګولو موضوع هغه وخت مطرح شوه چې طالبانو د جرمونو د مهارولو په پلمه د پلازمينې اوسېدونکي د امنيتي کامرو لګولو ته اړ کړل. دوی د کورونو څښتنان چې کورونه يې پر عمومي سړک او يا هم فرعي کوڅو کې وو او کورونو يې حد اقل دوه منزله درلودل، د کامرو اخيستلو ته اړ کړل او په دې توګه بايد له دوو څخه تر څلورو پورې کامرې په بېلابېلو ځايونو کې لګول شوې وای. د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو د امنيتي حوزو له لوري د کابل پر اوسېدونکو فشار زيات شو تر څو هغوی په هر قېمت اړ شي چې پر خپلو کورونو امنيتي کامرې ولګوي.

خلکو په هماغو لومړيو وختونو کې د طالبانو له دې اقدام څخه شکايت کاوه او د هغه د پايلو او جدي او خطرناکو عواقبو په اړه يې اندېښنه درلوده. د خصوصي حريم نقض، له معلوماتو او راټولو شويو شمېرو څخه د فردي او جمعي ازاديو او حقونو پر خلاف ناوړه استفاده او پر وګړو د طالبانو د واک او کنټرول پياوړي کېدل هغه انديښنې وې چې خلکو درلودې. له ښځو، مدني ټولنو، رسنيو، لږکيو او سياسي مخالفينو سره د طالبانو تاوتريخوالي او د هغوی ځپنې دا فرضيه نوره هم تقويه کوله. نن دا انديښنې عملا رښتيا شوې دي او اوس مهال د خلکو پر ورځني ژوند د دې ډلې کنټرول په بې مخينې توګه زيات شوی دی او حتا د خلکو خصوصي حريم او کورونو ته د دوی څار او کنټرول رسېدلی دی.

بايد تل مو پام وي چې امنيتي کامرې تر ډېره حده د امنيت د تأمين، تر تعقيب لاندې افرادو او هغو کسانو د څارنې لپاره کارول کېږي چې د استخباراتو له لوري په کاري اجنډا کې د سوژې په توګه راغلي وي. له دې لارې چې کوم څه د اهدافو په توګه ټاکل کېږي تر دې وروسته د هغو د تثبيت او نيونې په لړ کې اقدام کېږي. له دې سره-سره، د طالبانو استخباراتو اوس مهال دا وړتيا پيدا کړې چې له امنيتي دوربينونو په استفادې خلک د مخالف نظر د بيان يا هم د خپلو حقونو او ازاديو د دفاع په خاطر ځوروي، ګواښي، نيسي يې، شکنجه کوي يې او يا يې هم اعداموي.

د ټولنيزو شبکو او انلاين فضا دام

د داخلي او بهرنيو رسنيو د خپرونو څار د طالبانو د استخباراتي ادارې د کار برخه ده او په دې لړ کې ټولنيزې رسنۍ او انلاين فضا هم څارل کېږي، په دې توګه ټولنيزې رسنۍ او انلاين فضا يو داسې بستر دی چې د طالبانو د استخباراتو لپاره يې د افرادو پېژندنه او تثبيت اسانه او ممکن کړی دی. يو شمېر خلک له ټولنيزو رسنيو د استفادې پر وخت د ناپامۍ له کبله تېروتنه کوي او موږ ليدلي چې دا تيروتنې ورته ځينې وختونه په سر درد بدلېږي. د دې لپاره چې په دې دامونو کې ونه لوېږو، اړتيا ده چې د ټولنيزو شبکو د کارولو په اړه خپل پوهاوی زيات کړو.

رعنا چې د طالبانو د استخباراتو له کبله د زنداني کېدو او د هغوی له لوري د پلټل کېدو تجربه لري، وايي چې که څه هم د طالبانو پر خلاف يې په مستعار نوم انتقادي ليکنې کولې، خو کله چې يې يو شمېر محدودو د باور وړ ملګرو ته په دې اړه وويل، يو څه وخت وروسته د طالبانو استخبارات پسې راغلل.

دا وايي: «د فېسبوک او ايکس له لارې د سختو انتقادي ليکنو تر کولو وروسته مې متأسفانه هغه له يو څو داسې ملګرو سره شريکې کړې چې باور مې پرې درلود او له هغوی مې نشر وغوښت. په هغوی کې يوه زما د کار درناوی وکړ او ويې هڅولم. تر يوې مياشتې زيات وخت نه و تېر شوی چې يوه شپه د طالبانو ځواکونه زموږ کور ته راغلل او زه يې له خپل ځان سره بوتلم. په زندان کې تر څو ورځې شکنجې وروسته يې راته وويل، چې په فېسبوک او ايکس کې د امارت پر خلاف کفراميز ليکل کوم. وروسته يې د فېسبوک او ايکس پاڼې چې په مستعار نوم وې راته وښودې. څه مې ونشوای ويلای او د دوی خبره مې ومنله.»

د ملي امنيت يو کارمند چې په پخواني نظام کې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، د خپل نوم له يادولو پرته د خراب وضعيت او د خلکو د ټولنيزو مناسباتو يادونه کوي او وايي: «اوس مهال چې د هيڅ شي وړاندوينه هم نه شي کېدلای او د هرې پېښې د کېدو امکان شته دی، نه شو کولای علمي تدابير او لارې-چارې ونيسو تر څو له هغو په استفادې خلک د طالبانو د جاسوسانو له شر څخه خوندي شي او مصون پاتې شي ځکه چې د طالبانو استخبارات هيڅ ډول انساني او اخلاقي ارزښت نه مراعتوي او له هرې غير انساني حربې استفاده کوي، خو کوم څه چې د خلکو لپاره ګټور دي، هغه د دوی خپل شخصي تدابير او لارې-چارې دي چې خپلو شرایطو او چاپېريال ته په کتو يې بايد ترسره کړي.»

هغه د تجربو له مخې ځيني تدابير او لارې – چارې وړانديزوي او زياتوي چې د معلوموماتو د راټولولو په لړ کې يو دام د منابعو يا هم جاسوسانو له لوري د طالبانو پر خلاف د سياسي بحثونو جوړول دي چې له دې لارې د خلکو احساسات او نفرت را پاروي، د خلکو افکار او نيتونه بربنډوي او خپل هدفونه لاسته راوړي. دی همدا راز سپارښتنه کوي چې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي دې نورو ته د خپل ژوند، سفر، کار او بوختيا، برنامو او پرېکړو په اړه له څه ويلو ډډه وکړي.

څه بايد وشي؟

اوس مهال په افغانستان کې اوسني حاکمان دا پوهاوی نه لري چې د ملي ګټو او د هيواد د امنيت او د ټولنې د بنسټيزو ارزښتونو او هغو شيانو ترمنځ تفکيک وکړي چې دا ارزښتونه له منځه وړي او نه هم دا ظرفيت په کې شته چې د چارو د ښه والي لپاره اصلاحي او انتقادي نظرونه واوري. د طالبانو غير مشروع حکومت د هيواد په چارو کې د وګړو د امنيت، رفاه او هوساینې، کارونو د پيدا کولو، له فقر او بې‌کارۍ سره د مبارزې، د اقتصادي، روغتيايي او زده کړييزو سکټورونو د پياوړتيا او پراختيا په ګډون د هيواد په چارو کې خپلو بنسټیزو مسوليتونو ته شا کړې او ټوله هڅه يې داده چې خلک وکړوي، ترور يې کړي او سپکاوی يې وکړي او د هيواد د کړېدلو خلکو ترمنځ خپل افراطي باورونه تعميم کړي. په همدې موخه يې د استخباراتو ادارې او نورو کشفي ارګانونو ته پراخې مالي سرچينې په لاس ورکړې دي.

موږ ټول په خپل شخصي ژوند او ټولنيزو اړيکو کې يو لړ پوهاوی او مهمې تجربې لرو. له يو لړ مسايلو او مهمو موضوعاتو سره زموږ دا چلند کېدلای شي د استخباراتو د پاملرنې سبب شي. که خپل شخصي حريم او خپل ټولنيز ژوند ته پام ونه کړو او يا هم د فردي خونديتوب تګلارې له پامه وغورځوو، نو د استخباراتو لپاره په يوې مهمې مهرې بدلېږو او هغوی به هڅه وکړي چې موږ له خپل ځان سره وساتي. ښايي په اول سر کې ډېر ونه غواړي خو د وخت په تېرېدو سره ښايي ځانته مطلوب معلومات په بېلابېلو پلمو له هغو افرادو ترلاسه کړي چې دوی په نښه کړي. له دې معلوماتو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي او ښايي په راتلونکي کې يې زموږ پر خلاف هم وکاروي.

لازمه ده چې اوس مهال هر وګړی د ګواښونو د مخنيوي لپاره د ضررونو مخنيوي ته پام وکړي. خلک د استخباراتو د کارمندانو له چلند او نورو مشکوکو بنسټونو او افرادو له ضررونو او ګواښونو سره د مقابلې او د هغو د شنډولو لپاره پوهاوي او انتقادي ليد ته اړتيا لري. له استخباراتي فريبونو او له دوی سره له تړلو افرادو سره نابلدي هغه دام دی چې د طالبانو استخباراتو ته مو په لاس ورکولای شي. په فردي خونديتوب کې هغه ټول فعاليتونه شاملېږي د شخصي حريم لپاره د احتياطي اقداماتو په لړ کې ترسره کېږي. يا هم په بل عبارت، هر هغه اقدام چې د خطر او د وګړي ترمنځ راځي او هغه له ګواښونو او بدو پېښو ساتي. له دې سره-سره بايد مخنيوونکي اقدامات هم وشي ترڅو هم خپل ځان خوندي کړي او د هم د استخباراتي پرسونل له لوري د نفوذ او استخدام مخه ونيول شي. په مخنيوونکو اقداماتو کې د هغو ټولو امکاناتو کارول شاملېږي چې د استخباراتي کارمندانو مخه نيسي ترڅو خلکو ته د هغوی لاسرسی کم، محدود او بې اغېزې شي.

هر کس او په ځانګړې توګه د طالبانو له ګواښ سره مخ خلک له دې استخباراتي جال څخه د وتلو لپاره اړ دي همدا تدابير وکاروي. کوم څه چې ډېر مهم دي هغه هوښياري، بيداري او د يوه انتقادي تفکر لرليد دی. په دې شرایطو کې بايد ټولو ته د شک په سترګه وکتل شي؛ حتا هغو کسانو ته هم چې باور لرو موږ ته زيان نه رسوي. هر وړانديز چې راته کېږي بايد په اړه يې پوښتنه وکړو، ژر قانع نه شو.

خلګ بايد پوه شي چې استخبارات د اقداماتو او فعاليتونو پايلې او د هغو سوابق د سند او مدرک په توګه ساتي. دا سوابق چې په ډېر وخت او پراخ لګښت سره خوندي شوي وي، د استخباراتي موخو د لاسته راوړلو لپاره طبقه بندي شوي اطلاعات او تجربې لري او د برنامو او تصميمونو په چمتو کولو او په وړه او لويه کچه د سياستونو په رامنځته کولو کې د مهم اوزار په توګه کارېږي. خلک بايد د استخباراتو د کارمندانو او د هغو د منابعو په فريب او فريبکارانه ژمنو ونه غولېږي. د امنيتي بنسټونو او استخباراتي خلکو ذات د هغو پر خپلو ګټو ولاړ دی او هيڅکله هم د منابعو او نفوذي افرادو ګټو ته پام نه کوي. د استخباراتي سازمانونو تجربو په ځانګړې توګه په استبدادي هيوادونو کې ښودلې چې کله منابع او نفوذي افراد د استفادې وړ نه وي او يا هم د يو شمېر دلايلو له کبله بې باوري رامنځته شي، نو په خپله استخبارات د هغو د حذف اقدام کوي.

له همدې کبله غوره ده چې خلک د طالبانو له استخباراتو، منابعو او نفوذيانو څخه لېرې وي. که څه هم په دې لړ کې تفکيک او تشخيص ګران دی او کوم کسان چې د تمه ورکوونکو په دام کې لوېږي، د وړاندوينې وړ نه دي خو ښه خبره داده چې په خپل منځ کې کومه راکړه-ورکړه او خبرې کوي نو يوازې پر دوستانه فضا او لومړني باور اتکا ونه شي. اړينه ده چې په اړيکو او تعاملاتو کې چلندونو او داسې فکټورونو ته پام وشي چې د ملموسو نتایجو د له منځه تلو شونتيا په کې وي او تر خپل منځ دې د ګومان او حدس پر اساس له ابهامه ډکو ژمنو ډډه وشي.