اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د یو شمیر تاریخي ځایونو ځینې برخې نړېدلي او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالنور رسولي چې له یادو سیمو یې لیدنه کړې نن (پنج شنبه،١٣ د غویي) وویل، چې د تېرو څو ورځو سختو ورښتونو له کبله د سراج قلعه، مهترلام بابا زیارت او د ګڼ شمیر نورو تاریخي ځایونو ځینې برخې نړیدلي دي.
د رسولي په وینا، يادې تاریخي ودانۍ د لغمان د لرغونتوب نمايندګي کوي او په ټینګار سره وایي، چې د دوی ترڅنګ يې بايد خلک هم په ښه ډول ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم فرهنګي فعالانو په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو د تخریب په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې په لغمان کې تاریخي ابدات په بد حالت کې دي او خاصې پاملرنې ته اړتيا لري.