close

رواداري: طالبانو په سيسټماټيکه او هدفي توګه د بيان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی

اطلاعات روز: د «رواداري» په نوم د بشري حقونو يو بنسټ د يوه راپور په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهيسې په دې هيواد کې په سيسټماټيکه او هدفي توګه د بيان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

دا راپور نن (چهارشنبه، ۱۲ د غوايي) د «محدوديت، ځپنه او سانسور؛ په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي او بيان د ازادۍ وضعيت» تر عنوان لاندې خپور شوی او د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ پورې يې معلوماتو ته لاسرسی او د بيان ازادي ارزولې او شننه يې کړې ده.

«رواداري» دا راپور د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د ۶۱ ښځو په شمول له ۲۶۴ تنو سره د مرکو، د سازمانونو او نورو بېلابېلو ادارو له لوري د بيان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په تړاو د خپرو شويو راپورونو او د طالبانو د فرمانونو پر اساس برابر کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې طالبانو هغه قوانين لغو او ځنډولي دي چې معلوماتو او د بیان ازادۍ ته د لاسرسي تضمين يې کاوه او اوس مهال هيڅ داسې اغېزناک ميکانيزم نشته چې د حاکمې ډلې د بې ځايه فشار په وړاندې د خبريالانو او رسنيو ملاتړ وکړي.

د دې راپور د موندنو پر اساس، طالبانو د بشري حقونو نړيوالو معيارونو ته له پاملرنې او ولس ته له ځواب او حساب ورکولو پرته له بېلابېلو اوزارو او لارو-چارو څخه په استفادې د بيان او رسنيزه ازادي ځپلې او په ځانګړې توګه پر ښځينه خبريالانو يې غير قانوني او تبعيضي محدوديتونه لګولي دي.

«رواداري» په خپل راپور کې ويلي چې د طالبانو بنديزونه د دې لامل شوي دي چې اوس مهال د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري د وضع شويو شرایطو د بشپړ رعايتولو د شرط له امله کم شمېر ښځينه خبريالانې له رسنيو سره کار کوي.

دې بنسټ زياته کړې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې معلوماتو ته د خلګو لاسرسی د هرې ورځې په تېرېدو سره سخت شوی دی او طالبان د فشار، ډار او ګواښ په شمول له هر ابزار څخه په استفادې د بشري حقونو د نقض په تړاو د معلوماتو د خپرولو مخه نيسي.

«رواداري» ويلي چې داسې موارد يې مستند کړي دي چې يو شمېر خبريالان، عيني شاهدان او د بشري حقونو د نقض د قربانيانو خپلوان د معلوماتو ورکولو او له رسنيو او د بشري حقونو له بنسټونو سره د مرکې له وجې نيول شوي، زنداني او شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو د نقض د پېښو قربانيانو او عيني شاهدانو «رواداري» ته ويلي چې طالبانو هغوی ګواښلي چې رسنيو او د بشري حقونو بنسټونو ته دې هيڅ ډول معلومات نه ورکوي.

دې بنسټ زياته کړې ده چې دا چلند له محلي رسنيو او خبريالانو سره هم شوی او ان طالبانو يو شمېر خبريالان د بشري حقونو د نقض پېښو په تړاو د معلوماتو خپرولو او له امله نيولي او زنداني کړي دي.

د «رواداري» په راپور کې همدا راز راغلي چې طالبانو په افغانستان کې د کتابخانو او موسسو پر فعاليتونو پراخ محدوديتونه لګولي او کتابخانې پلټي او د يو شمېر کتابونو توزيع او پلور يې ممنوع کړی دی.

کنټرول او ځپنه

«رواداري» په خپل راپور کې ويلي چې طالبان د رسنيو د کنټرول او ځپنې او خبردار کولو لپاره له بې قيد او شرطه لارو-چارو او بېلابېلو ابزارو او شېوو څخه استفاده کوي.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، د طالبانو د استخباراتو ادارې او د دې ډلې امر بالمعروف او نهی عن المنکر او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د زور، ګواښ، ويرونې، تاوتريخوالي او خبريالانو د نيونې او زنداني کولو په وسيله د رسنيو د عمل ازادي سلب کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ادارې د ختيځو ولايتونو په شمول د افغانستان په يو شمېر برخو کې د خبريالانو لپاره واټس اپ ګروپونه جوړ کړي تر څو هغوی خپلې برنامې او راپورونه تر خپرېدو وړاندې د دې ډلې د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو سره د همغږۍ او تاييد په موخه شريک کړي.

همدا راز «رواداري» ويلي چې طالبانو د باميانو او دايکندي په شمول په يو شمېر نورو ولايتونو کې له رسنيو سره ګډې کميټې جوړې کړې دي او د دې کمېټو په هره غونډه کې رسنيو ته امر کوي چې د کومو موضوعاتو په اړه برنامې جوړي کړي او کوم موضوعات را وانخلي.

دې بنسټ ويلي چې د طالبانو د استخباراتو اداره، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د طالبانو امنيې قومندانۍ د رسنيو د ځپنې او د خبريالانو د شکنجې اصلي مرتکبين دي او له هر ابزار څخه په استفادې هڅه کوي چې د رسنيو فعاليت د طالبانو له غوښتنو سره سم کنټرول کړي.

د طالبانو د معلوماتو ورکولو ډول

«رواداري» په خپل راپور کې ويلي چې اوس مهال طالبان خلګو ته د معلوماتو ورکولو لپاره د هيڅ ډول قانون پابند نه دي او د معلوماتو ورکولو لپاره هيڅ ډول مشخصې تګلارې نشته.

دې بنسټ ويلي چې طالبان په يو اړخيزه توګه او تر ډېره حده له غير رسمي تګلارو څخه په استفادې يوازې هغه معلومات له خلګو او رسنيو سره شريکوي چې دوی يې غواړي.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، طالبان معمولا د واټس‌اپ د ټولنيزې شبکې له لارې اعلاميې، فرمانونه او نور معلومات له رسنيو سره شريکوي او رسنۍ بايد اړينو جزيياتو ته له لاسرسي پرته يوازې هماغه څه نشر کړي چې د طالبانو له لوري شريک شوي وي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو په خبري کانفرانسونو کې هم چې عموما په کابل کې جوړېږي د انتقادي پوښتونو د کولو مصونه فضا نه وي او د معلوماتو ورکولو دا ډول شېوه هم په دې وروستيو کې کم رنګه شوې ده.

«رواداري» ويلي چې طالبانو په يو شمېر ولايتونو کې د عکس او ويډيو اخيستل منع کړي او دوی له خپلې خوښې سره سم معلومات يوازې د غږيز پيغام له لارې له رسنيو سره شريکوي.

دې بنسټ زياته کړې ده چې طالبان لا هم د پرمختيايي پروژو او د ملي بودجې د مصرف د څرنګوالي په اړه معلومات نه ورکوي او وايي چې د ملي بودجې د مصرف د څرنګوالي په اړه معلومات محرم دي او څوک بايد لاسرسی ورته ونه لري.

«رواداري» له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د بيان د ازادۍ د نقض پای ته رسولو او له قانوني ابزارو څخه په استفادې معلوماتو ته د لاسرسي لپاره پر طالب چارواکو فشار راوړي او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون او د عامه رسنيو د قانون لپاره بيا ځلې زمينه برابره کړي چې د پخواني حکومت له لوري تصويب شوي وو.

همدا راز دې بنسټ د خبريالانو له ملاتړو نړيوالو سازمانونو، د بشري حقونو له سازمانونو او رسنيو څخه غوښتي چې د افغانستان د خبريالانو په ځانګړې توګه د ښځينه خبريالانو اغېزناک ملاتړ وکړي.

«رواداري» له ملګرو ملتونو هم غوښتي چې د طالبانو د بې ځايه فشارونو، ځپنې، ځورونې او اذيت په وړاندې د افغانستان د خبريالانو ملاتړ وکړي. دې بنسټ له طالبانو هم غوښتي چې پر رسنيو او خبريالانو په ځانګړې توګه پر ښځينه خبريالانو دې لګېدلي محدوديتونه لغو کړي او خپل تبعيضي سياستونه ختم کړي.