close

فراه کې د پاڼ ښوېیدو له کبله یو تن مړ او شپږ تنه ټپیان شوي

اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د پاڼ ښوېیدو له کبله یو کس مړ او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پیښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۲ د غویي) د پرچمن ولسوالۍ د قمرک سیمې اړوند غره ته څیرمه «دنکور» کلي کې رامنځته شوې.

خبرپاڼه کې د یادې پیښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي؛ یوازې ویل شوي چې په دې پیښه کې یو تن مړ شوی او شپږ تنه ټپیان دي، چې ټپيان د فراه سیمه ییز روغتون ته انتقال شوي او د دریو کسانو روغتیایي حالت نازک بللی شوی دی.

وروستیو ورښتونو د هیواد په ټولو سیمو کې د رطوبت اندازه زیاته کړې، چې له کبله یې په یو شمیر سیمو کې غر ښوېیدنې او کمر ښووېیدنې رامنځته شوي دي.