اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د واده د وراوالو یو مرسیډیز موټر چپه شوی چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور ژوبل دي.
د سیمې اوسیدونکی «محمد سعید» وایې چې پېښه نن (جمعه، ١٤ د غوایي) یوولس بجې د یادې ولسوالۍ اړوند «جبو» سیمه کې را منځته شوې ده.
سرچينې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښوولی.
یو کال وړاندې هم د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ورته پېښې رامنځته کېدو له امله ۹ تنه مړه شوي وو.
په هيواد کې د ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول، ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښوول کېږي.