close

د رسنيو د ازادۍ نړیوال شاخص؛ افغانستان تر شمالي کوريا وروسته په ۱۷۸ ځای کې دی

اطلاعات روز: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د رسنيو د ازادۍ په نړيوال شاخص کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۲۶ درجې لاندې تللی او په ۱۷۸ ځای کې دی.

دا درجه بندي نن (جمعه، ۱۳ د غوايي / ۳ د می) د رسنيو د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره هممهاله د بې سرحده خبريالانو د سازمان له لوري خپره شوې ده.

د دې درجه بندۍ پر اساس، افغانستان د ۲۰۲۴ کال پر مهال د نړۍ د ۱۸۰ هيوادونو تر منځ ۱۹.۹ نومرې لري او د تېر کال په پرتله د ۲۶ درجو په بايللو سره په ۱۷۸ ځای کې دی.

شمالي کوريا تر افغانستان يوه درجه وړاندې او په ۱۷۸ ځای کې دی او سوريه او اريتره تر افغانستان وروسته مقامونه لري.

د جدول دا وروستي هيوادونه د رسنيو د ازادۍ له اړخه بدترين ګڼل کېږي.

د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې درجه بندۍ پر اساس، ناروې، ډنمارک او سويډن د جدول لومړني درې هيوادونه دي.

افغانستان د تېر کال پر مهال په ۱۵۲ درجه کې و.

د بې سرحده خبريالانو سازمان ويلي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ۲۴ درجې لاندې تللی او طالبان په پر له پسې توګه خبريالان ځوروي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي دي. د دې ډلې تر راتګ وروسته د افغانستان اکثريت رسنۍ تړل شوې او يا هم تبعيد شوې دي. اوس مهال په افغانستان کې فعاليت کوونکې رسنۍ د طالبانو له سانسور سره مخ دي.

دې ډلې پر افغانستان د خپلې درې کلنۍ واکمنۍ پر مهال بیا – بيا د ازادو رسنيو خبريالان نيولي او زنداني کړي دي.