close

د کتاب د نړيوالې ورځې تود هرکلی او د کتابونو سوړ بازار

که څه هم هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اپريل پر ۲۳مه د کتاب د نړيوالې ورځې تود هرکلی کېږي، خو کندهار کې بيا د کتابونو بازار سوړ او یو شمیر کتاب پلورونکو دغه کاروبار پرېیښی دی.

د انټرنيټ له لارې ټولنيزې رسنۍ لکه فېسبوک، ټويټر، انسټګرام، واټساپ او داسې نورو ته د ټولنې د لګونو ځوانانو او نورو قشرونو مخ کول د دې لامل شوي چې کتاب لوستل هیر کړي.

هيواد کې په انلاين توګه د کتاب لوستلو ځينې ويب سايټونه چې پخوا یې په وړيا ډول خلکو ته د مطالعې اسانتياوې برابرې کړي وې اوس د ځينو کاروونکو څخه د کتاب د لوستلو او ځينو نور خدماتو په وړاندې کولو سره میاشتني فیسونه اخلي.

که څه هم په انلاین ډول په پښتو دري، انګلیسي او نورو ژبو په اسانۍ کتابونه ترلاسه کیدی شي، خو ځینې ځوانان بیا په خواله رسنیو کې خپلې لیکنې خپروي او د نورو لولي، خو داسې لوستی ځوانان هم شته چې نه څه لولي او نه هم څه لیکي چې دې چارې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې په فرهنګ منفي اغیزه کړې او د کتابونو بازار یې پېکه کړی دی.

دا مهال د هیواد ډیری ځوانان کتاب لوستلو ته ډیر وخت نه ورکوي

قدرت الله پاڅون چې د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د کندهار په ارګ بازار کې کتاب پلورنځي لري، وایي تردې وړاندې یې یوه خپرندویه ټولنه هم درلوده، چې د کتابونو د سوړ بازار له کبله یې اوس د هغې فعالیت درولی دی.

پاڅون زياتوي، وړاندې کلونو کې یې هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ جلده بېلابېل د عصري او ديني علومو کتابونه پلورل، خو په وينا يې چې اوس مهال مطالعې ته د ځوانانو د نه پاملرنې له امله آن ۵۰ جلده کتابونه هم نه شي پلورلی.

نوموړی همدا راز وایي، چې د کتابونو په بازار کې د عصري علومو پر ځای د ديني علومو د کتابونو عرضه او تقاضا زياته شوې.

پاڅون وويل: «د کاغذي کتابونو عصر پر ختمېدو دی، پخوا به په ارګ بازار کې پر کتابونو د ځوانانو واری نه کېده اوس خاص نه ليدل کېږي ټولو فيسبوک ته مراجعه کړې، يو څو کسان ورڅخه د مطالعې استفاده کوي، خو نور ټول يې د وخت تېرولو لپاره کاروي، اوس زموږ اکثره مشتريان پاخه عمر لرونکي کسان دي، پخوا به کتاب لوستلو ته کمپاينونه کېدل بايد ووايو چې زموږ د دوامداره غوښتنو وروسته په تېر دریو کالو کې يوازې يو ځل ورته سږ کال درې ورځنی کمپاین وشو، بيخي ښه اغېزه وکړه ډير کتابونه مو خرڅ کړه په دې کمپاين کې.»

د کندهار د ارګ په بازار کې د یو بل کتاب پلورنځي مسوول خوشال وايي، پر خواله رسنيو د ځوانانو زیاته بوختیا او د کتاب نه لوستل د کتاب پلورونکو کاروبار خراب کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د کتابونو په پلورنځیو کې د مذهبي کتابونو نويو او پخوانيو چاپ شويو ګڼو شمېر مخ په زياتيدو دی، خو په خبره يې چې د عصري علومو د نویو کتابونو چاپ شمیر کم او پخوانۍ ګڼې یې د ختمیدو سره مخ دي.

دغه کتاب پلورونکی وایي، د اوسني عصر ځوانان خپلې پیسې په انټرنیټ مصرفوي او د کتاب اخیستل او لوستل ترې هیر شوي دي.

خوشال وویل: «د پخوا پر رقم کاروبار نشته، په دې خاطر ځکه چې اوس ځوانان راشي کتاب وګوري بيه يې کړي، خو پيسې يې نه پر زړه کېږي چې کتاب پرې راونيسي، پیسې پر نېټ ورکوي، مخکې خو به ځوانانو د بې کارۍ پر وخت مطالعې کولې اوس چې بې کاره شي يا ګيمونه کوي او يا فيسبوک ګوري، بله خبره دا چې د دې مخ په هاخوا هر څه انټرنېټي کېږي، هر ډول کتابونه په انټرنېټ مفت ترلاسه کولای شي، تر ټولو زيات ديني کتابونه ډير راته خرڅېږي ځکه هغه انټرنېټ کې نشته، زموږ کاروبارونه هم بالا سقوط حساب کړه، نو چې څوک کتاب نه رانيسي او نه یې مطالعه کوي موږ په دې دونه کتابو څه وکړو.»

کندهار کې د عصري علومو د کتابونو پير او پلور کم، خو د ديني کتابونو زيات شوی

هغه وايي، مخکې کندهار ښار کې د کتابونو د پير او پلور دوه مارکېټونو شتون درلود، خو اوس یې شمېر څو محدودو دوکانونو ته راټيټ شوی چې په خبره يې که وضعیت همداسې دوام وکړي شاید پاتې کسان به هم له دې کاروبار سره مخه ښه وکړي.

همدارنګه د ټولنیزو چارو فعالین وایي، ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو لپاره د هغوی د خوښې چاپیریال جوړېدل د دې سبب ګرځېدلي ترڅو د کتاب لوستلو پر ځای هلته خپل وخت ضایع کړي.

اجتماعي فعال ثنا الله رحیمي وایي، ډیر شمیرځوانانو هغه که نجونې دي او که هلکان د کتاب لوستلو پر ځای یې خواله رسنیو ته مخه کړي او له دې لارې یوازې د دې لپاره پیسې مصروفوي چې ساعت یې تېر شي.

نوموړی زیاتوي، چې واکمن حکومت او د ځوانانو ملاتړي بنسټونه باید په ګډه د کتاب دودولو په موخه د ځوانانو د راجلبولو کمپاینونه ترسره کړي ترڅو یو ځل بیا د کتاب لوستلو فرهنګ را ژوندی شي.

ثنا الله وویل: «په کندهار کې خو کتابونه اوس هغه د پخوا په شان نه خرڅېږي یو دیني کتابونه ډیر خرڅېږي هغه په دې خاطر چې مدرسې ډیرې شوي، دا نور ټولنیز کتابونه او د معلوماتو کتابونه دا نه خرڅېږي لوی علت یې دادی چې ډیری ځوانانو ټولنیزو رسنیو ته مخه کړې، نو کله چې یو څوک په کتاب کې مطالعه نه کوي ښکاره خبره ده چې کتاب بیا نه خرڅېږي د مکتب زده کوونکو لا د کتاب سره مخه ښه کړې نور خو لا لېرې خبره ده.»

تېر کال کندهار کې د کتاب او مطالعې د دودولو په موخه یو نندارتون جوړ شوی و

په دې ولایت د هدایت الله ځواکمن په نوم یو بل اجتماعي فعال بیا وایي، د وړیا کتابتونونو بندېدل، د عصري علومو کتابونو ته نه پاملرنه او پر ټولنیزو رسنیو دوامداره فعالیتونو د کتاب او خلکو ترمنځ واټن زیات کړی.

د ده په وینا، چې د کتاب مېنه‌ وال د انټرنېټ ارزانه کېدو سره مخ په کمېدو دي ځکه په خبره یې اوس مهال ټول قشرونه او په خاصه توګه د ځوانانو لویه برخه په فیسبوک باندې معتاد شوي دي.

ځواکمن وویل: «د ټولنې ځوانان مو د فیسبوک فعالولو لپاره پیسې پوروي خو فعاله کوي ېې مګر د کتاب رانیولو لپاره چې پیسې ورکړې لا یې نه رانیسي، تېر کلونه به مدني فعالانو، حکومت او موسېساتو به ځوانان کتاب لوستلو ته رابلل، سیالۍ به یې په لاره اچولې، وړیا کتابونه به یې وېشل اوس خو هیڅ شی نشته، اکثره ځوانان بې ځایه کارونه کوي، وختونه ضایع کوي، مېلې کوي، خو کتاب نه لولي، که کمپاینونه ترسره کړو شاید مفیده ګټه یې ټول ووینو که نه کتاب لا د خلکو د یاده وځي.»

د کندهار عامه کتابتون د کتابونو ډک، خو د لوستونکو خالي دی

د طالبانو د راتګ وړاندې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ځوانانو، مدني ټولنو، محصلینو، استادانو او حتا د ښځو او نجونو له لوري د کتابونو نندارتونونه جوړیدل او د ټولې ټول قشرونه یې کتاب او مطالعې رابلل، خو اوس دې برخې ته ځانګړی پام نه کېږي او ځوانان یوازې په خواله رسنیو کې د کتاب د نړیوالې ورځې یادونه کوي.