اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یو تن خپل نهه کلن کشر ورور د لوبو پر مهال د «چرییز» ټوپک په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ١٣ د غوایي) ناوخته د حصارک ولسوالۍ اړوند «کولالې» په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د زابلي په وينا، دې دواړو وروڼو په چرييز ټوپک لوبې کولې چې له امله يې نهه کلن «الهام» لومړی ټپي شوی او وروسته يې ساه ورکړې.