close
انځور: استول شوی

پاکستان کې د یو افغان کډوال مړی موندل شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وايي، چې د پاکستان د کوزې پښتونخوا په پېښور کې د یو افغان کډوال جسد موندل شوی دی.

د محمد حسین په نامه یو ځایي اوسیدونکی وايي، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۴ د غویي) د پیښور اړوند «شاه کس» سیمه کې خلکو د عبدالعلي په نامه د یو افغان کډوال جسد موندلی دی.

نوموړی زیاتوي، د وژل شوي کس پر بدن له نښو معلومیږي چې دغه کس لومړی ځړول شوی او بیا یې خپل ژوند بایللی دی.

د هغه په وینا، تر اوسه د یاد کس د وژل کیدو لامل څرګند نه دی، خو پاکستاني پولیسو مړی انتقال کړی او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

له دې دوه اوونۍ وړاندې د پیښور په «رینګ روډ» سیمه کې هم یو افغان قومي مشر د وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی و.

پاکستان او په خاص ډول کوزې پښتونخوا کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي، چې وخت ناوخت په کې افغان کډوال هم هدف ګرځي.