close
Photo: @ZakiaWardak on X

د سرو زرو د قاچاق تور؛ د هند په ممبیي کې د افغانستان جنرال قونسله ذکیه وردګ له خپلې دندې لاس په سر شوه

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې داسې راپورونه خپاره شول چې د هند پولیسو په ممبیي کې د افغانستان د قونسلې ذکیې وردګ پر وړاندې د «سرو زرو د قاچاق» قضیه ثبت کړې، هغې اعلان وکړ چې کونسلګرۍ کې له خپلې دنده په شا کېږي.

مېرمن وردګ نن (شنبه، ۱۵ د غویي) پر ایکس په خپله پاڼه یوې اعلامیه کې لیکلي، چې په ممبیي کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د هغې کار د غویي په ۲۵مه پای ته رسېږي.

هغې په ​​خپره کړې اعلامیه کې له دوبۍ څخه هند ته د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په اړه د راپورونو یادونه نه ده کړې.

مېرمن وردګ په دې اعلامیه کې ویلي: «زه له کلونو راهیسې له خورا زیاتو سازمان شویو بریدونو او تپل شویو نوم بدیو سره مخ شوم، دا غرضي بریدونه نه یوازې تر ما بلکې زما د کورنۍ او نږدې خپلوانو تر حریمه ورسېدل، دې بریدونو زما په کار کړنو خورا بد تاثیر کړی او دا بریدونه په خپل ذات کې د هغو ننګونو بېلګه ده چې په افغاني ټولنه کې هره مېرمن چې د مثبت بدلون او پرمختګ غوښتونکې ده، ورسره مخ دي.»

هغې زیاته کړې، چې د یوازینۍ میرمنې په توګه چې په «افغان ډیپلوماتیکه دستګاه» کې شتون لري، ډیره خواشیني ده چې د دې موقف د ساتلو لپاره د رغنده ملاتړ پرځای، د «تباهۍ» په هدف د «منظم بریدونو» هدف ګرځیدلې.

د هغې په خبره، چې «دا بریدونه» د هغه لپاره غیر متوقع نه و، مګر د هغه د کورنۍ په غړو باندې یې پایلې د هغې له تصور څخه بهر وې او دا یې اړ کړه چې د دې چارو دوام به د دوی لپاره «عادلانه» نه وي.

په همدې حال کې هندي رسنیو نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد پولیسو د مېرمن وردګ پر وړاندې د سرو زرو د قاچاق په تور دوسیه ثبت کړې او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، له مېرمن وردک څخه ۲۵ کیلو ګرامه سره زر د اپریل په ۲۵مه د ممبیي په هوايي ډګر کې نیول شوي او نه ده توانیدلې چې د دغو سرو زرو د قانوني مالکیت اسناد وړاندې کړي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغه سره زر د مېرمن وردګ له فرمایشي جاکټ، پیزار، زنګون بندونو، خولۍ او کمربند کې له فزیکي څېړنو وروسته موندل شوي دي.

دغې رسنۍ ویلي، مېرمن وردګ د ممبیي په هوايي ډګر کې د توقیف پر مهال د پخواني حکومت له خوا صادر شوی ډیپلوماټیک پاسپورټ درلود او د ډیپلوماټیک مصونیت له امله نه ده نیول شوې، خو د هغې سره زر او ځانګړی جاکټ ضبط شوي او پر وړاندې یې د قاچاق قضیه ثبت شوې ده.

د مېرمن وردک سره یې یو زوی هم و، خو له هغه سره څه نه دي موندل شوي.

د «ټایمز اف انډیا» په ځواب کې مېرمن وردک ویلي، چې دې تور ته حیرانه شوې او باید په دې اړه نوره څېړنه وکړي.

هغې زیاته کړې، چې هغه اوس د ممبیي ښار څخه بهر تر درملنې لاندې ده.

د هند په حیدراباد کې افغان قونسل ذکیه وردګ او سید محمد ابراهیم خېل وروسته له هغه دغه سفارت ته ولاړل چې د تېر حکومت د ډیپلوماټ فرید ماموندزي له خوا په هغه هېواد کې د افغان سفارت سره د هند دولت د نه همکارۍ او د طالبانو د فشار له امله د سفارت د تړلو اعلان وکړ.

وروسته له هغه بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وویل، چې په ممبیي او حیدراباد کې د افغانستان کونسلګرۍ او همدارنګه په ډهلي کې د افغانستان سفارت له دغې ډلې سره په تماس کې دي او د دغې ډلې تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

ذکیې وردګ د هېواد په تېر حکومت کې د ملي امنیت شورا د سلاکارې په توګه هم کار کړی دی.