close
Photo: via Naseer A. Faiq on X

فایق: په بدخشان او بغلان کې لاريونونه د طالبانو دوه ګونی چلند ښيي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق وايي چې په بدخشان او بغلان کې د طالبانو پر خلاف لاريونونه «د خلګو او غير پښتنو طالبانو په وړاندې د ظلم، فساد، جنايت، خصوصي حريم د نقض، بې عدالتۍ او متفاوتو او دوه ګونو چلندونو» څرګندونه کوي.

ښاغلي فايق نن (يکشنبه، ۱۶ د غوايي) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره ليکلي چې د طالبانو له لوري د دې مسلې کوچني ښوول او د تارياکو له کښت سره يې تړاو ورکول «په حقيقت کې د افغانستان د خلګو او نړيوالې ټولنې په سترګو کې د خاورو شيندل دي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست زياته کړې: «د افغانستان د ټولو خلګو تر منځ دا مخالفتونه شته او ورو-ورو به ټولو ولايتونو ته د دې لاريونونه لمن پراخه شي.»

ده ټينګار کړی چې «د افغانستان خلګ هيڅکله هم د ظلم، بې عدالتۍ او جهالت په وړاندې چوپ نه دې پاتې شوي».

د دوو وروستيو ورځو پر مهال د بدخشان د «درایم» او «ارګو» ولسواليو اوسېدونکو د طالبانو پر خلاف اعتراض کړی او «پر امارت يې د مرګ» شعارونه ورکړي دي.

دا لاريونونه تر هغه وروسته پيل شول چې کله خلګو د طالبانو مخه ونيوله چې د تارياکو کښتونه ويجاړ نه کړي او د هغو د ډزو په پايله کې دوه ملکيان ووژل شول.

يو شمېر ځايي اوسېدونکو طالبان تورن کړل چې د دوی کورونو ته ور ننوتلي او له هغوی سره يې بد چلند کړی دی.

بل لور ته، په بغلان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ ځواکونو د ملا عزيز په نوم د دې ډلې يو «تاجيک» قومندان تر هغه وروسته نيولی چې نوموړي د «پښتنو» طالبانو پر ظلم نيوکه کړې وه.