اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۶ د غویي) ناوخته د روداتو ولسوالۍ اړوند په «کان قتره غي» سيمه کې د دوو موټر سايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې.
هغه زیاتوي په یاده ترافیکي پېښه کې یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ژوبل شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د موټرو ګړندی تګ او بې احتیاطي بلل کېږي.