close

ارزګان کې د ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله اووه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او چوره ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه مړه شوي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د سرې میاشتې ټولنې ولایتي دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه (شنبه، ۱۵ د غویي) د مرکز ترينکوټ په «مهراباد» سيمه کې د تالندې او کور چت پريوتو له کبله ۴ کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي مړه شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت په چوره ولسوالۍ کې هم يو کور ته سيلابي اوبه داخل شوي چې پر مهال يې ياد کور کې ۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ارزګان کې د تيرې شپې د توپان، ورښتونو  او سيلابونو له امله په سلګونه جريبه ځمکه، لوی او واړه پلونه د خلکو شمسي هندارې، د استوګني کورونه او د تګ راتګ لارې ويجاړې شوي دي.

د سرې مياشتې ټولنې زیاته کړې، چې دوی په سيمه کې د اړمنو کورنيو سره په مرستو بوخت دي او د نورو موسېساتو څخه يې هم غوښتنه کړې چې زیانمنو کورنيو سره مرستې وکړي.

دغه راز د غور په مرغاب ولسوالۍ کې ځایي خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې سېلابونو د استوګنې سلګونه کورونه لاندې کړي، کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړي او څاروي يې له منځه وړي دي.

دوی وايي، د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې سېلابونه له پرون ماسپښین څخه تر نيمې شپې پورې دوام درلود، چې له امله یې د دغو سيمو  شمېر اوسېدونکو د سیلاب له ډاره غرونو ته پناه وړې.

ځايي سرچينې وايي، چې د دغو سېلابونو له امله په مرغاب ولسوالۍ کې يو ماشوم او په چهارسدې ولسوالۍ کې يو کس مړ شوى دى.