close

ننګرهار کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پیښه تېره ورځ (دوشنبه،١٧ د غویي) ناوخته د کامې ولسوالي په «مسلم آباد» سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې تورن کس خپل ورور د «چرییز» ټوپک په وسیله وژلی او له سیمې تښتیدلی، خو په خبره یې چې دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي.

زابلي د دغه وژنې لامل نه دی څرګند کړی، خو په سیمه کې یو بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې.

له دې یوه ورځې وړاندې په کندهار کې هم یو کس د خپل ورور له لوري په ډزو وژل شوی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.