close

په کندهار ښار کې یو کس خپل ورور وژلی

اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو د ځايي امنيتي مسولينو په وينا، د کندهار ښار په پنځمي ناحیې کې یو کس د خپل ورور له لوري په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی دی.

د طالبانو په وينا، دا کس د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند «غونډۍ» په کلي کې پرون (شنبه، ۱۶ د غوایي) ماښام شاوخوا اووه بجې ويشتل شوی دی.

د طالبانو پوليسو د وژل شوي ځوان نوم نه دی څرګند کړی خو ويلي يې دې چې دېرش کلن و.

د طالبانو پوليسو ويلي چې وژل شوي کس لومړی له خپل ورور سره لفظي شخړه کړې وه او تر دې وروسته د ورور له لوري د توپنچې په ډزو ويشتل شوی دی.

د طالبانو ځایي امنیتي کسانو ويلي چې د دې کس د وژني په تور یې څلور کسان نیولي او تر څېړنو وروسته به د طالبانو عدلي او قضايي اورګانو ته معرفي کړل شي.