اطلاعات روز: د بدخشان په روغتون کې يوه روغتيايي سرچينه وايي، چې نن په فيض اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله د طالبانو څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
خو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې ډلې د دریو پولیس سرتیرو د وژل کیدو او د پنځو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
نوموړي پر ایکس په خپله پاڼه ليکلي، چې نن (چهارشنبه، ۱۹ د غویي) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د فيض اباد ښار د جوزون په سيمه کې په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي ماين د طالبانو د پوليسو هغه کاروان په نښه کړی، چې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو په موخه روان وو.
قانع ليکلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې طالب پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
خو، د بدخشان په ولايتي روغتون کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې چاودنه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د دوو تنو ژوبلو حالت نازک دی.
په بدخشان کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
د نننۍ چاودنې مسووليت تر اوسه هيڅ ډلې نه دی منلی.
تېر کال په بدخشان کې د څو مرګونو چاودنو مسووليت داعش ډلې منلی و چې د طالبانو د امنيې قومندان او د دې ډلې د مرستيال والي په ګډون په کې لوړپوړي طالب چارواکي وژل شوي وو.
طالبان داسې مهال په بدخشان د دې ډلې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکوي، چې د دغو ځواکونو فعالیت د غلته د خلکو د لاریونونو لامل ګرځیدلی دی.
د طالبانو له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او د وروستيو لاريونونو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.