close
Photo: Social Media

د ګرمۍ موسم پېل او ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ زیاتوالی

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسېدونکي وايي، چې د ګرمۍ موسم په پېل سره دغه ولایت کې د «ملاریا» ناروغۍ زیاته شوې او نږدې د هرې کورنۍ یو غړی پرې اخته دی.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «کمپونو» سیمې اوسیدونکی محمد نسیم وایي، چې دوی د دې ناروغۍ پر وړاندې روغتيايي خدماتو او د مخنیوي لپاره يې امکاناتو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

د هغه په خبره په ښار کې د کثافاتو بې ځایه اچول او پر وخت یې د ښاروالۍ له لوري نه وړل هم د ملاریا ناروغۍ له ډېرېدو سره مرسته کړې ده.

محمد نسیم زیاتوي: «بس ګرمي چې پېل شوې نو سم ورسره د ملاریا ناروغۍ هم زیاته شوې هر کور کې پرې یو یا دوه کسه اخته دي، پخوا به دوا پاشي کیدله پشه خانې به له وړاندې ویشل کیدې، خو اوس دا کار نه کېږي او همدا لامل دی چې د ملاریا ناروغۍ هم زیاته شوې باید ټولو خلکو ته پشه‌خانې ورکړل شی.»

نوموړی زیاتوي چې د خلکو اقتصادي وضیعت کمزوری او زیاتره خلک د بې‌وزلۍ له امله پر یادې ناروغۍ اخته د خپلې کورنۍ د غړیو د درملنې توان نه‌ لري او له روغتیایي مسوولینو غواړي چې د ملاریا ناروغۍ مخنیوي برخه کې اړین اقدامات وکړي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی ذاهد احمد چې د کورنۍ درې غړی يې د «کامې روغتون» ته د درملنې لپاره راوستی وایي، چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستون شوی، خو اوس یې د کورنۍ درې غړي یې پر ملاریا اخته شوي دي.

نوموړی د ملاریا مخنیوي لپاره د دوا پاشۍ او ټولو خلکو ته د پشه خانو د ورکړې له غوښتنې سربیره له روغتيايي بنسټونو غواړي چې د ملاريا د مخنيوي په موخه عامه پوهاوی وکړي.

ذاهد احمد زیاتوي: «پنځو میاشتو مو زیات وخت وشو چې له پاکستان راغلي یو، پشه خانې نه لرو او نه هم د دې سیمې له موسم سره بلد یو، زیاتره پر ملاریا اخته ناروغان راستانه شوي کډوال دي.»

د ده په خبره، ټول خلک پر پيسو د پشه خانو د پېرلو وس نه لري او د روغتيا په برخه کې مسوولو چارواکو هم د پشه خانو په رسولو کې خپل مسووليت نه دی ترسره کړی.

بلخوا روغتیایي چارواکي هم په ختیځ زون او خاص ډول ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ زیاتوالی تاییدوي.

ختیځ زون کې د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مسول محمد سعید شیرزاد په دې اړه وویل: «په ۲٠٢٣ کال کې په ټول هیواد کې ١٨٠ زره ملاریا  پېښې ثبت شوي چې ۹۰ سلنه یې ختیځ ولایتونه او په ځانګړې توګه ننګرهار تشکیلوي او دغه راز په دغه ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ۴٥ زره پېښې ثبت شوي، مګر ٢٠٢٣ کال کې بیا ٦١ زره پېښې ثبت شوي.»

شېرزاد وايي، د ملاريا ناروغۍ په ټول هېواد کې زیاته شوې، خو په ننګرهار کې د سختې ګرمۍ، بې وزلۍ، د روغتیایي لارښوونو د نه مراعتولو او د کډوالو د راستنېدو له امله د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله دا ناروغۍ ډېره شوې.

نوموړی زیاتوي، مخکې به د ملاریا د مخنیوي لپاره په ټولو سیمو کې دوا پاشي کېدله، خو اوس کورنیو ته یوازې په درملو لړلې پشه خانې وېشل کېږي.

هغه وایې، هڅه کوي د یونیسف او نورو ادارو په همکارۍ د پشه خانو د ویش لړۍ هیواد ته د نوو راستنو شوو کورنیو ته هم ورسوي.

ډاکټران وایي، ملاریا یوه جدي او وژونکې ناروغۍ ده چې د پرازیټونو له امله رامنځته کېږي چې د اخته شويو مياشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.