close
انځور: ټولنيزې رسنۍ

هلمند کې دوه ځوانان د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوي

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د عبدالمنید او منیر احمد په نومونو دوه ځوانان د طالبانو تر شکنجو لاندې وژل شوي دي.

یوې ځایي سرچینې نن (یکشنبه، ۲۳ د غویي) د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د طالبانو امربالمعروف کسانو دشپې مهال عبدالمنید د مرکز لښکرګاه ښار د دریمې حوزې اړوند سیمې څخه نیولی او په همدې حوزه کې یې تر شکنجې وروسته بست روغتون ته انتقال کړی چې بیا یې هلته ساه ورکړې.

سرچینه زیاتوي، عبدالمنید چې په لښکرګاه ښار کې یې ساختماني شرکتونو ته په مزدورۍ مواد راوړل د تېرې شنبې په شپه (۱۵ د غویي) طالبانو نیولی او تر سختو شکنجو لاندې یې وژلی دی.

سرچینه همدا راز وایي، چې د منیر احمد په نوم یو بل ځوان بیا د تېرې دوشنبې په ورځ (۱۷ د غویي) د همدې حوزې طالبانو نیولی او تر شکنجو لاندې یې وژلی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې طالبانو دغه ځوانان په کوم تور نیولي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې طالبانو د بست روغتون ډاکټرانو ته ویلي، چې په خپل راپور کې ولیکي چې دغو ځوانانو د شراب څښلو له امله ژوند بایللی دی.

سرچينه وايي، چې د سيمي اوسيدونکو ګواښ کړی که یادو پیښو ته رسیدګي ونه شي په لاریون به لاس پورې کړي.

تر اوسه هلمند کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د تېر حکومت د سرتېرو او د هېواد د وګړو په نیولو، شکنجه کولو او حتا په وژلو لاس پورې کړی او دغې ډلې تر اوسه په دې اړوند مسوول کسان ګرم نه دي بللي.