close

یونیسف: افغانستان کې سیلابونو د ۵۱ ماشومانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان په شمال ختیځ کې سیلابونو لږ تر لږه د ۵۱ ماشومانو ژوند اخیستی دی.

دغه بنسټ نن (یکشنبه، ۲۳ د غوییي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تر ټولو ډیر تلفات په بغلان ولایت کې اوښتي دي.

د یونیسف د اعلامیې له مخې، دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي لوړې شي.

یونیسف زیاته کړې، چې د سختو بارانونو او سیلابونو په پایله کې په بغلان کې شاوخوا درې زره کورونه ویجاړ، څاروي له منځه تللي، ښوونځي تړل شوي او کرنیزې ځمکې او روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، بدخشان او تخار ولایتونه هم د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او په دغو دوو ولایتونو کې د ۳۰۰ کورونه د زیانمنیدو راپور ورکړل شوی دی.

یونیسف ویلي، چې تر دې دمه یې له سیلاب ځپلو سره ۴۵۰ کورنۍ کڅوړې، ۵۰۰ د حفظ الصحې کڅوړې، د لویانو او ماشومانو لپاره ۴۷۶ کمپلې او ۱۰۰ کڅوړې جامې مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې یوازې په بغلان ولایت کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۳۱۵ تنو ته رسېدلی او ۱۶ سوه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.