اطلاعات روز: «له پولیو څخه د پاک افغانستان» په نوم د پولیو واکسین نشراتي پاڼې اعلان کړی، چې سبا دوشنبه (۱۴ د غبرګولي) د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واکسین د تطبیق کمپاین پېلیږي.
دغې پاڼې دا نه دي ویلي، چې یاد کمپاین به څو ورځې دوام وکړي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې ګوزڼ په افغانستان کې له منځه تللی، خو د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.
د زابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د دغه ویروس محیطي پېښې موندل شوې دي.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو په کې صفر ته نه ده رسیدلې.
په افغانستان کې پخوا طالبانو په کلیو کې د واکسین د تطبیق مخه نیوله. د دغې ډلې له بیا راتګ وروسته د پوليو د برخې د روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه دوام لري او په بريدونو کې يې يو شمېر کارکوونکي وژل شوي دي.