اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
پولیس زیاتوي، دغو کورنیو تېره ورځ (شنبه، ۱۲ د غبرګولي) د پنجوایي ولسوالۍ د زنګي اباد سیمې اړوند «لګني» کلي کې لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې د لور په وسیله پر یو بل ګوزارونه کړي دي.
طالب پولیسو د شخړې لامل نه دی په ګوته کړی، خو زیاته کړې یې ده چې په دې پیښه کې د یوه لوري یو تن وژل شوی او یو ټپي دی او د بل لوري هم یو تن ټپي شوی دی.
دوی وایي، چې د پېښې ټپیان یې کندهار ښار کې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.
د هیواد په سویل کې ډیر کله داسې پیښې د ځمکې، اوبو او کلیوالي تربګنیو له کبله رامنځته کېږي چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.