close

ترکي ډاکټرانو ننګرهار کې د ۳۱۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتيایي مسوولین وايي، چې له دوی سره په همغږۍ د ترکیې هیواد یوه ډله ډاکټرانو د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د سلګونه کسانو د سترګو وړیا عملیاتونه کړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب‌الله رحیمي نن (چهارشنبه، ١٦ د غبرګولي) وویل، چې دغه ترکي ډاکټرانو د غني‌خېلو ولسوالۍ اړوند روغتون کې د ٣١٠ کسانو د سترګو د پردې بریالي عملیاتونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دې ډاکټرانو ۳۵۰ هغو کسانو ته عینکې هم ورکړي چې د سترګو نظر یې کمزوری و او سلګونه نورو ته یې بیا له معایناتو وروسته درمل ورکړي دي.

هغه کسان چې د سترګو درملنه یې شوې د ترکي ډاکټرانو له خدماتو خوښ دي او غوښتنه کوي چې دغه ډول خدمات دې د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د خلکو په وینا په سیمه کې یې روغتیایي خدمات په نشت حساب دي او د طالب چارواکو د ورته خدماتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

بلخوا ننګرهار کې روغتیایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په ټولو سیمو کې روغتیایي ټیمونه او مرکزونه فعال دي چې د خلکو لپاره خدمات وړاندې کوي.