close
UN Photo/Mark Garten

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال: په افغانستان کې هيلې خاورې شوي

اطلاعات روز: د بشرپالنې او بېړنيو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارټين ګريفيث ويلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړيو وختونو کې هيلې وې، خو دا هيلې اوس له خاورو سره خاورې شوې دي.

نوموړې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشرپالو او بېړنيو مرستو د همغږي کوونکي په توګه په خپله وروستۍ خبري غونډه کې کړې دي.

ښاغلي ګريفيث ويلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په استازيتوب د افغانستان پلازمينې کابل ته ولاړ تر څو واک ته د نویو واکمنو تر رسېدو لږ وروسته له هغوی سره وويني.

ده زياته کړې: «هغه وخت موږ هيلې درلودې. په واقعيت کې هغه وخت موږ ليکلې ژمنې درلودې چې څرنګه له طالبانو سره مخته تللای شو خو دا هيلې ختمې شوې دي.»

ګريفيث ويلي، چې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو احکام «يو په بل پسې راغلي دي».

طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار سخت محدوديتونه لګولي دي.

اوس مهال ښځې د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د کار کولو اجازه نه لري.

د ښځو پر کار بنديز اړمنو ته د مرستې رسونې بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ښځو او نجونو پر خلاف د بنديزونو پر لغوه کولو د نړيوالې ټولنې له ټينګار سره-سره طالبان تر اوسه له خپل دريځ نه دي پر شا شوي.