close
Photo: UNAMA

د چاپېريال نړيواله ورځ؛ د يوناما رييسه: افغانستان بايد په نړيواله کچه د اقليمي بدلونونو قرباني وبلل شي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رييسې روزا اوتنبایوا د چاپېريال په نړيواله ورځ غوښتنه کړې چې افغانستان دې په نړيواله کچه د اقليمي بدلونونو د قرباني په توګه ياد شي.

نن (چهارشنبه، ۱۶ د غبرګولي) چې د جون له پنځمې سره برابرېږي، د چاپېريال له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

روزا اوتنبایوا د دې روځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېريال له خطر سره مخ دی.

نوموړې د بېړنۍ عياريدنې، د سرچينو د ښه مديريت او د ايکوسيسټم د بيرته رغونې غوښتنه کړې ترڅو د هغو اقليمي بدلونونو مخنيوی وشي چې له کبله يې سيلابونه راوتلي، وچکالي رامنځته شوې او ځمکه په دښته بدله شوې.

د يوناما رييسې د هيواد په شمال او شمال ختيځ کې وروستيو سيلابونو ته په اشارې ويلي چې دا ناورين هر څه له ځان سره وړي. د دې په وينا، لږ تر لږه ۲۰ زرو تنو په دې سيلابونو کې خپل کورونه بايللي دي.

روزا اوتنبایوا وايي، چې ملګري ملتونه د سېلاب د اغېز کمولو لپاره خپلې هلې-ځلې زياتوي.

د دې په وينا، ملګرو ملتونو او شريکانو يې تر اوسه ۱۰ زرو تنو ته خوراکي او کرنيز مواد او نورو دوه زره او ۵۰۰ تنو ته پناهځایونه او روغتيايي بستې وېشلې دي.

د يوناما رييسه وايي، چې وروستي سيلابونه د تر ټولو ځپل شوي هيواد په توګه د اقليمي بدلونونو پر وړاندې يو ځل بيا د افغانستان سخته متضرروالی ښيي.

دا زياتوي چې د څو لسيزو جګړې او نه پرمختګ له کبله د افغانستان چاپېريال ويجاړ شوی او په دې سره يې متضرروالی نور هم زياتېږي.

د يوناما رييسې زیاته کړې چې سږ کال د چاپېريال د نړيوالې ورځې تمرکز د ځمکې پر رغونه، د دښتې کېدو پر مخنيوي او د وچکالۍ پر وړاندې پر مبارزې دی.

دې يادونه کړې چې ملګرو ملتونو د تېر کال پر مهال په افغانستان کې ۱.۶ ميليونه ونې کينولي او ۱۷۸ هکټاره ځمکه يې رغولې ده.

د يوناما رييسې ويلي، چې په نړيواله کچه د افغانستان او د هغه د ښکلي چاپېريال ملاتړ کوي او غواړي ډاډمنه شي چې افغانستان په نړيواله کچه د اقليمي بدلونو د قرباني په توګه ياد شي.

افغانستان د اقليمي بدلونو پر وړاندې له ۱۰ متضررو هيوادونو څخه يو دی. دا هيواد د وروستيو کلونو پر مهال له سختې وچکالۍ سره مخ و.