close

کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون یوه زده کړیال ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د «نورالله» په نوم د سید جمال الدین پوهنتون یوه زده کړیال د دې ولايت په مرکز اسعد اباد کې د سیند اوبو ته ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې.

سرچینې اطلاعات روز ته ويلي چې دې کس نن «جمعه، ۱۸ د غبرګولي» د اسعد اباد ښار اړوند له «مرورې پله» څخه سیند ته ځان غورځولی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.

سرچینې زياته کړې چې دا زده کړیال د هلمند ولایت اوسېدونکی و.

سرچینه زیاتوي چې دې زده کړیال تر ځان وژنې وړاندې یو خط لیکلی و او خپل لنډ شهرت يې پکې ليکلی و او سپارښتنه يې کړې وه چې مړی دې يې لښکرګاه ته انتقال شي.

د دې زده کړیال د وژنې لامل نه دی څرګند شوی او نه هم طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي چې تر ډېره یې لامل اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او غربت بلل کېږي.