اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ارغنداب او شاولیکوټ ولسوالیو کې دوه ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب او مړه کړي دي.
طالب پولیس وایي، چې دغه دوه ځوانان تېره ورځ (جمعه، ۱۸ د غبرګولي) په ژورو اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مازدیګر مهال یې جسدونه موندل شوي دي.
د دوی په وینا، لومړۍ پېښه د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «خواجه ملک» سیمه کې رامنځته شوې چې پر مهال یې د جمال الدین په نوم یو ۲۴ کلن ځوان چې اصلي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی و اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیس زیاتوي، چې بل ځوان بیا د دې ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «باچا قومندان» کلي کې اوبو وړی دی.
دوی د مړ شوي ځوان د نوم نه یادولو پرته وایي، چې هغه ۲۲ کاله عمر درلود او د کندهار ښار اصلي اوسیدونکی و.
د طالب پولیسو په خبره، چې د دغه ځوان جسد یې د شاولیکوټ ولسوالۍ په «کلا سیمه» کې له اوبو راویستلی او د کندهار ښار اړوند میرویس حوزوي روغتون ته یې انتقال کړی دی.
یاده دې وي چې روان کال په کندهار کې د لامبو پر مهال تر شلو ډیر ځوانان اوبو ډوب او مړه کړي دي.