close

تهران کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې د غونډې جوړېدل؛ طالبانو ګډون نه دی کړی

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه نن (شنبه، ۱۹ د غبرګولي) په تهران کې جوړیږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دې غونډې ته بلل شوي، خو ګډون یې نه دی کړی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي پر ایکس په خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې دغه غونډه د سیمه ییزې همکارۍ او یووالي په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام دی.

د سیمه ییزې تماس ډلې په غونډه کې د ایران، پاکستان، چین او روسیې ځانګړي استازي ګډون لري.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي، چې دا د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې دویمه غونډه ده.

د ایرنا راپور له مخې د افغانستان په اړه د تماس ډلې لومړۍ غونډه په ۱۴۰۲ کال کې په کابل کې جوړه شوه او په دغه غونډه کې د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو خاص استازیو او سفیرانو ګډون کړی وو.

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تهران ناسته د «مسکو فارمټ تماس ډلې» په نوم یاده کړې وه.

هغه زیاته کړې وه، چې دا غونډه د «تمام ډله جمع مسکو فارمټ» په بڼه جوړیږي چې د روسیې سربیره په کې د ایران، چین او پاکستان هیوادونه هم شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار ذاکر جلالي ظاهرا د تهران غونډې ته د بېلابېلو عنوانونو په کارولو نیوکه کړې او پر ایکس یې لیکلي: «ایراني ملګرو دا غونډه د سیمه ییزې تماس ډلې په نوم یاده کړې. د روسيې استازی دغه غونډه د مسکو فارمټ د تماس ډلې په نوم يادوي. چین چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې له جوړېدو سره مخالفت کړی و، د تهران غونډه د مشورې لپاره یو فرصت بللی. پاکستان دا یوه سیمه ییزه مشوره بللې ده.»

جلالي لیکلي، چې که څه هم د تهران په غونډه کې د طالبانو حکومت ته بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې ونه کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت تمه لري هغه غونډې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، د نویو میکانیزمونو د جوړولو پر ځای باید د معمولو جوړښتونو څخه کار واخیستل شي.

جلالي وایی، چې افغان حکومت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له اړوندو خواوو سره په خبرو بوخت دی.

د سیمې د هېوادونو استازي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري په داسې حال کې په تهران کې خبرې کوي چې په پام کې ده د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د چنګاښ مياشتې پر ۱۰ او ۱۱مو نېټو په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په استازيتوب جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک ويلي، چې د دې غونډې د جوړېدو موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړيوال تعامل زياتوالی دی.»