اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایې چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې یې د یو ځوان جسد د بهسودو اړوند کابل سیند څخه راویستلی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې د «پاچا» په نامه یو ځوان نن (سېشنبه،١٢ د چنګاښ) د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «کمپونو» سیمې څخه د لامبو پرمهال سیند وړی و.
د نوموړي په وينا، د طالبانو د امنيتي منسوبینو او ځايي خلکو له لوري تر درې ساعته پلټنې وروسته د دې ځوان جسد د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د بهسود اړوند کابل سیند کې موندل شوی دی.
د ګرمۍ په موسم کې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي چې لامل یې له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي ښودل شوې.