close

ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د محلي هنرمندانو بد اقتصادي وضعیت

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې محلي سندرغاړو د طالبانو د بندیزونو له کبله خپل هنر پرېیښی او د یو ناڅرګند برخلک سره مخ دي، چې ځینې یې د بد اقتصادي وضعیت له امله آن په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

ننګرهار کې د ولي شاه په نامه یو محلي سندرغاړی وایي، پخوا به له ننګرهار ور هاخوا نورو ولایتونو او لېرې پرتو سیمو ته د خوښۍ مراسمو ته تلل، خو له کله راهیسې چې طالبان دویم ځل واک ته رسیدلي له هغې را وروسته بیا چا د خوښیو پروګرام ته د سندرو ویلو لپاره نه دي دعوت کړي.

نوموړی زیاتوي، پر هنر د طالبانو له بندیز وروسته ګڼ سندرغاړي بې روزګاره او زیاتره یې د اقتصادي ستونزو له کبله په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

هغه وایي، چې پخوا به يې د خلکو د خوښیو په پروګرامونو کې سندرې ویلې او له همدې لارې به يې پیسې ترلاسه کولې، خو زياتوي چې اوس د طالبانو لخوا پر سندرو ويلو او اوريدولو بندیز لګیدلی چې ورسره د دوی هنري کارونه هم په ټپه دریدلي دي.

ولي شاه وویل: «له کله چې طالبان راغلي، نو پر نجونو د زده کړو له بندیز سره سره یې پر سندرغاړو هم سندرې ویل بند کړي او له نامعلوم برخلیک سره یې کړي دي، ځکه مونږ خو د بل روزګار نه یو او همدا هنر راته له نیکونو راپاتې دی اقتصادي ستونزې زیاتې دي او حتا زیاتره زمونږ هنرمندان ملګري په رواني ناروغیو اخته شوي؛ ځکه د کور لګښتونه پخوا په شان دي خو بیرته د پیسو ګټلو لاره راباندې تړل شوې زمونږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې سندرو ویلو ته اجازه ورکړي او هم دې له مونږ سره مالي او نورو اړینو برخو کې مرستې وکړي خیر که مونږ سندرغاړی یو، خو د یو افغان په صفت خو د خپلو حقونو غوښتنه کولای شو.»

نوموړی دغه راز زیاتوي د طالبانو لخوا پر موسیقۍ له بندیز وروسته ډیری هنرمندان له هیواده وتلي او هغه چې لا ایسار دي هم غواړي چې هیواد د اقتصادي ستونزو او پر هنر یې د بندیز له کبله پریږدي.

د ننګرهار یو بل محلي سندغاړی ستانه ګل ساپی چې د موسیقۍ د ځینو الاتو پر غږولو سربیره شاعر هم دی، هغه د طالبانو تر واک لاندې د سندرغاړو له کړاونو ډک ژوند اندیښمن کړی دی.

ساپی وایي، د طالبانو له حاکمیت را وروسته په کور ناست او پر موسیقۍ شته بندیزونو یې حواس ګډوډ کړي او آن ځینې وخت یې د ځان وژنې هڅه هم کړې چې د کورنۍ غړو یې مخنیوی کړی.

د نوموړي په خبره د طالبانو تر واک لاندې دغسې بد اقتصادي وضعیت کې یې خپل هنر ته شاه کړی او اوس مهال د ورځې د ٢٠٠ افغانیو په بدل کې په مزدورۍ جلال آباد ښار کې ریکشه چلوي.

ساپي وویل: «پخوا به مو د اوونۍ ډیرې کمې ورځې وې چې پروګرام به نه و او خلکو به هم زیاتې پېسې راکولې خو طالبان چې راغلي اقتصاد صفر شوی او هنري کار مو په ټپه دریدلی، پخپله ځان له رواني اړخه هم د نورو سالمو انسانانو په توګه روغ نه احساسوم ځکه کرایه کور کې اوسیږم اولادونه مې کوچني دي او د پېسو درک نشته؛ په مزدورۍ ریکشا چلوم او دومره مزدوري نه پاتې کېږی چې زما د کورنۍ شته اقتصادي ستونزې حل کړي او دغه راز شته بد اقتصادي وضعیت، بې روزګارۍ، پر هنر بندیز او د هیواد بې برخلیکه راتلوونکی مې زیات کړوي.»

د نومووي په خبره د طالبانو له راتګ سره سم په هیواد کي د سندرغاړو په ګډون د ګڼو نورو هنرونو مخنیوی هم شوی.

د ساپي په وینا طالبان غواړي د خپلي لومړۍ دورې په ډول د موسیقۍ د هنري کهول غړي وځپي او په دې ډول د افغانستان موسیقي زیانمنه کړي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان موسیقي یوه غني موسیقي ده، خو طالبان غواړي د دې هنر کهول په یو ډول وځپي او دا هنر بیخي په هیواد کې له منځه یوسي، که چیري د موسیقۍ پر وړاندي د طالبانو په سیاست کي بدلون رانشي او موسیقۍ ته اجازه ورنه کړي نو دا هنر به تت او له منځه شي؛ نو غوښتنه کوو چې زمونږ پر هنر بندیزونه لېرې کړئ او د هنرمندانو ملاتړ او لاسنیوی وکړئ ځکه هنرمندان اوس مهال له زیاتو ستونزو سره مخ دي او حکومت ته په کاره ده موسیقۍ ته د اجازې د ورکړې یو حل لار پیدا کړي.»

ننګرهار کې هنرمندان وایي، پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز را وروسته بې وزله شوي او تر اوسه ورسره هیچا مرسته نه ده کړې

ځینې نور سندغاړي بیا وایي، پر موسیقۍ له بندیز وروسته یې نورو کسبونو ته مخه کړې چې زغم او زده کړه به یې وخت ونیسي.

د لغمان محلي سندرغاړی او باجه (هارمونیه) غږونکی شاه محمد بابکرخیل وایي، له کله راهیسې چي طالبان واکمن شوي له موسیقۍ څخه يې مطلق لاس اخیستی دی.

بابکرخیل په ژړغوني غږ وایي، کلونه يې د خلکو د خوشحالۍ محفلونه په سندرو ویلو رنګین کړي وو، خو اوس له دې رنګینو بې برخې او لاس پر سر شوی دی.

د نوموړي په خبره طالبانو په څو ځلي ګواښلی او په ټینګار سره یې ورته ویلي، چې نور دې د خوښیو پروګرامونو ته د سندرو ویلو لپاره نه ورځي.

بابکر خیل وویل: «زمونږ لغمان کې د موسیقۍ غږولو خپل شپږ کسیزه ګروپ وو او کلونه مو د خلکو د خوشالیو پروګرامونه په سندرو رنګین کړي وو، خو کله چې طالبان راغلل نو زه یې ونیولم ویې ګواښلم او راته یې وویل موسیقي په اسلام کې حرامه ده او باید ونه غږول شي؛ له دوه ورځو بندي کیدو وروسته په دې شرط په ضمانت خوشې شوم چې نور به موسیقي نه غږوي، نو بس دا درې کاله کېږي په کور یم او دهقاني کوم زیاتره نور ملګري هم یا له هیواده وتلي او یا یې د موسیقۍ پر ځای نورو کسبونو او کاروبار ته مخه کړې.»

نوموړی دغه راز ادعا کوي، چې په څو ځلي یې د ځایي طالب چارواکو څخه د بشري مرستو په ویش کې د سهم ترلاسه کیدو غوښتنه کړې، خو طالبانو د «ډم، مرتد، بې ایمانه» او نورو تحقیري نومونو په یادولو سره د خلکو په مخ کې رټلی دی.

بلخوا هغه سندرغاړي چې د طالبانو له ویرې له افغانستان بهر ته وتلي هم له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو کړیږي.

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی عدنان چې د طالبانو له واکمنیدو ورورسته پاکستان ته کډوال شوی وایي، له هیواده وتلي سندرغاړي اکثره یې له خپل ژونده خوشاله نه دي.

نوموړی د طالبانو له حکومت موسیقۍ ته د اجازې ورکړې په برخه کې د یو ځانګړي میکانېزم د جوړیدو غوښتنه کوي، چې دوی ته په کې د موسیقۍ اجازه ورکړل شوي وي.

د هغه په خبره هغه افغان سندرغاړي او موسیقۍ غږوونکي چې په افغانستان کې پاتې دي د طالبانو له ویرې او پر موسیقۍ له بندیز وروسته اړ شوي چې خپل «شغل» بدل کړي.

د نوموړي په وینا، ځینو سندرغاړو د طالبانو له ډاره د موسیقۍ الات د خپلې اصلي بیې په پرتله څو برابره ارزانه پلورلي او ځینو یې په ځمکه کې ښخ کړي دي.

عدنان وویل: «تېر حکومت چې سقوط شو، نو دوه اوونۍ وروسته د تورخم له لارې پاکستان ته راغلم او خپل د موسیقۍ ټول الات مې په نیمه بیه خرڅ کړل او هغه نور ملګري چې اوس پاتې دي هغوی هم الات بیخي په کمه بیه پلورلي دي، ځکه طالبانو د خلکو کورونه تالاشي کول او همدا ویره وه چې الات مو خرڅ کړل اوس دلته هم روزګارونه خراب دي د خپل اطاق لګښتونه هم نشو پوره کولای زیات هنرمندان دلته دي، خو ټول یې د اقتصادي ستونزو او دغه راز د پولیسو د ځورونې له کبله خفه دي، نو که چیرې طالبان موسیقۍ ته اجازه ورکړي مونږ به خپل وطن ته لاړ شو.»

نوموړی ټینګار کوي چې په اوسنیو حالاتو کې افغان سندرغاړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د طالبانو حکومت باید د هنرمندانو هڅونې ترڅنګ هغوی ته د کار موندنې هڅه وکړي.

بلخوا عام وګړي هم وایي، چې د طالبانو له لوري پر موسیقۍ له بندیز وروسته یې د خوښیو مراسم له موسیقۍ او ټنک ټکور پرته پېکه شوي دي.

د ننګرهار اوسیدونکی هلال احمد وایي، موسیقي، اتڼ او نڅا چې د واده په مراسمو کې د خوښیو یوه نښه ده، د طالبانو له لوري پرې بندیز لګول شوی او دوی مکلف دي د ښادۍ مراسم له موسیقۍ پرته ترسره کړي چې طالبان یې غواړي.

د هغه په خبره اوس مهال د خوښیو په پروګرامونو کې د موسیقۍ غږولو پر ځای مشاعرې  ترسره کیږي چې ځوانان پرې خپله هنري تنده ماتوي.

هلال احمد زیاتوي: «د ودونو مراسمو کې اوس مهال د موسیقۍ پر ځای مشاعرې جوړیږي ځکه طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی او دې حالت د ژوند د خوښیو شیبې پیکه کړي دي، کوم شعرونه چې بیا ویل کېږي هغه هم باید د حکومت خلاف نه وي ځکه طالبان خپل کسان لري او دا ټول پروګرامونه تعقیبوي، نو غوښتنه کوو چې محلي موسیقۍ ته خو باید اجازه ورکړي. »

بل لورته د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند هاکف مهاجر ویلي، په اسلام کې د موسیقۍ اورېدل او ترې خوند اخېستل جواز نه لري او خلکو ته سپارښتنه کوي چې ډډه ترې وکړي.

مهاجر زیاته کړې: «افغانستان یو اسلامي هیواد دی او زموږ ټولنه اسلامي ده او یوې اسلامي ټولنې ته اړتیا ده چې څنګه کېدای شي د اسلامي اصولو سره سم پرمختګ وکړي، دا د اسلام اصل او حکم دی، نو په اسلام کې موسیقي غږوول او اوریدل منع دي، نو ځکه له هیوادوالو غوښتنه کوو چې د موسیقۍ له اوریدو ډډه وکړي.»

له دې څه موده وړاندې طالبانو د هیواد په ځینو سیمو کې یې سندغاړي وهلي ډبولي دي او د موسیقۍ الات یې ورته سوځولي او مات کړي دي.

په همدې حال کې د ودونو د تالارونو مسوولینو هم ویلي، چې پر موسیقۍ له بندیز وروسته یې مشتریان کم شوي او زیاتره خلک د پخوا په پرتله اوس د تالارونو ودونو ته زړه نه ښه کوي.

نږدې دوه کاله وړاندې ننګرهار کې د هنرمندانو د ټولنې مسوولینو ویلي و، چې په ټولنه کې يې نږدې درې نیم سوه هنرمندان ثبت دي، چې ځینې یې اوس له هېواده وتلي او نور د وتلو کوشش کوي؛ ځکه د کار درک نشته او طالبان د موسیقۍ پروګرامونو ته اجازه نه ورکوي.