close
Xinhua/Wang Jiangang

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازی: د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو سياستونه اسلامي نه دي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازی واسيلي نبنزیا وايي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه خپل سياستونه د «اسلامي موازینو» له مخې توجيه کوي، خو په حقيقت کې دا سياستونه اسلامي نه دي.

ښاغلي نبنزیا پرون (دوشنبه، ۱۱ د چنګاښ) د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا د روسيې د دوره‌يي رياست په پيل کې وويل چې زيات اسلامي هيوادونه هڅه کوي چې طالبانو ته وضاحت ورکړي چې د دوی سياستونه غير اسلامي دي، خو هغوی غوږ نه نيسي.

ده وويل چې روسي چارواکو هم بيا-بيا له طالبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي، خو هغوی خپل ليدلوری لري.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي همدا راز د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د درېيمې غونډې په اړه خبرې وکړې.

واسيلي نبنزیا وويل چې ښه خبره ده چې طالبان اخير هم د دوحې غونډې ته وبلل شول؛ ځکه چې ناشونې ده چې د افغانستان ستونزه د طالبانو په نه شتون او د مدني ټولنې، غير دولتي سازمانونو او د افغانستان د پخواني حکومت د استازو په رابللو سره حل شي.

ده وويل: «خو سخته ده چې ووايو د دوحې له غونډې به څه پايله تر لاسه کېږي. ټول د افغانستان لپاره ښې هيلې لري، خو د دې کار څرنګوالی له هيواده تر هيواده فرق کوي او ستونزه په جزيياتو کې ده.»

د روسيې استازي طالبان د افغانستان اوسنی واقعيت وباله او ويې ويل چې دا هيواد پر همدې اساس له دې ډلې سره تعامل کوي.

ده په دې اړه په مشخصه توګه څه ونه ويل چې څه وخت به په روسيه کې د ترهګرو له نوملړ څخه طالبان حذف کوي، خو ويې ويل چې دا موضوع يې اوريدلې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ويلي و چې په روسيه کې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د حذفولو وړانديز د دې هيواد د ولسمشر ولاديمير پوتين ميز ته رسېدلی دی.

روسيه پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې له دې ډلې سره پراخ تعامل کوي، خو لا يې هم د دې ډلې سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او نه يې هم تر اوسه د ترهګرو ډلو له نوملړه د دې ډلې نوم ليرې کړی دی.