close
Social Media

د بشري حقونو په برخه کې د قومي لږکيو لپاره د دوحې د درېيمې غونډې پايلې

مبشر احمدي  

د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوه. په دې ناسته کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر څرنګوالي خبرې وشوې او طالبانو هم په دې ناسته کې ګدون کړی و.

د دوحې د ناستې په درشل کې، د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفینو د اتريش په پلازمېنه ویانا کې د يوې غونډې له لارې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په دوحه کې دې د طالبانو حکومت ته مشروعیت نه ورکول کېږي او نه بايد له دې ډلې سره اړیکې عادي شي. د ویانا د ناستې ګډونوالو د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي وغوښتل چې د افغانستان د حساسو شرایطو په درک سره دې مسوولانه چلند وکړي او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته دې پاملرنه وکړي.

د هغه ترتيب له مخې چې ملګرو ملتونو په پام کې نيولی د دوحې ناسته بې‌ساری پېښه ده او له همدې امله د سیاسي او مدني فعالانو له منفي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د دوحې درېيمې غونډې ته طالبان بلل شوي وو، خو په داسې یوه مهمه ناسته کې د افغانستان د نورو قشرونو استازو لکه ښځو، مدني ټولنې، قومي او مذهبي لږکیو، د جګړې د قربانیانو او د طالبانو سیاسي مخالفینو – چې د افغانستان اکثریت جوړوي – ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو له پلان شوي ترتيب سره سم دا غونډه د افغانستان د اکثریت خلکو پر حقونو سترګې پټول دي او په څرګنده توګه د قومي لږکیو او د ښځو په څېر د نورو څنډې ته شویو ډلو حقونو ته نه پاملرنه ده او ښايي په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په پروسه په ځانګړې توګه له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په تعامل کې [دا ډلې] زیانمنې شي.

په دې مقاله کې د بشري حقونو په برخه کې پر قومي لږکيو د دوحې د درېيمې غونډې پايلو ته کتنه شوې. 

قومي لږکي څه دي؟

په دې لیکنه کې د لږکي مفهوم هغه دی چې ټولنپوهان او د بشري حقونو فعالان يې کاروي. انټوني ګیډنز په خپل کتاب ټولنپوهنه کې وايي: «ټولنپوهان په پراخه توګه “لږکي” اصطلاح د هغې د غیر لفظي معنا په توګه کاروي ترڅو په ټولنه کې د یوې ډلې ټيټ حيثيت ته اشاره وکړي، نه د هغوی نسبي شمېر یا اندازې ته. په ډېرو مواردو کې “لږکي” په حقیقت کې د نفوس له مخې اکثریت وي. په ځینو جغرافیایي سیمو لکه ښاري سیمو کې، د قومي لږکيو ډلې د نفوس اکثریت وي، خو بیا هم دوی ته “لږکي” ویل کیږي. د دې علت دا دی چې “لږکي” اصطلاح د دوی محرومتوب او بې امتیازه حالت ښيي. کله-کله ښځې هم د لږکي ډلې په توګه یادېږي، په داسې حال کې چې په ډېرو هیوادونو کې د شمېر له مخې ښځې ډېري دي، خو دا چې ښځې د نارینه وو په پرتله عموماً محرومې او بې امتیازه وي، نو دا اصطلاح دوی ته هم کارول کېږي» (ص ۳۶۲).

نن ورځ، هزاره‌ګان، تاجکان او اوزبکان هغه لویي قومي ډلې دي چې واک ته د طالبانو په رسېدو يې د تصميم نيونې په بېلابېلو کچو کې خپل حيثيتونه بايللي او له همدې کبله څنډې ته کړل شوي او له سياسي واکه بې برخې شوي دي.

د دوحې درېيمه غونډه د ملګرو ملتونو په مدیریت او د شاوخوا دیرشو هیوادونو د استازو په شتون کې یوه هڅه ده چې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره ترسره کېږي او هر ډول پرېکړه چې په دې ناسته کې وشي د قومي لږکیو پر برخليک اغېز کوي او د دوی په تړاو به ځينې پايلې ولري. له شک پرته د قومي لږکیو د استازو د نشتون له کبله به د دوی سیاسي او امنیتي حيثيت، رواني حالت او په ځانګړي توګه د بشري حقونو وضعیت کمزوری شي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره ټولې هغه داخلي ادارې چې کولای یې شول بشري حقونه تضمین کړي له منځه تللي او اوس نه اساسي قانون شته چې د بشري حقونو په تړاو د افغانستان د دولت تعهدات تضمین کړي؛ نه پارلمان چې د خپل ماموریت او قانوني حیثیت له مخې د لږکیو د حقونو ملاتړ وکړي او نه هم د بشري حقونو هغه ملي ادارې چې د بشري حقونو د ارزښتونو د دفاع لپاره ودرېږي.

اوس یوازینۍ مرجع چې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه زیانمنې ډلې لکه ښځې، قومي او مذهبي لږکي ورته سترګې په لار دي، ملګري ملتونه دي. دا سازمان د ټولو محرومو او تر فشار لاندې ډلو او اقشارو د هیلو اسره ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د منشور د لومړي فصل د لومړۍ مادې له مخې، د دې سازمان تر ټولو مهمه دنده د نړیوال امنیت او نړیوال سولې ساتنه ده. دا هدف به هغه وخت ترلاسه شي چې ملګري ملتونه د سولې په اړه بشري حقونه په پام کې ونیسي، ځکه چې بشري حقونه د تلپاتې سولې بنسټ دی. یعنې رښتینې او تلپاتې سوله پرته بشري حقونو ته له درناوي پرته امکان نلري او له همدې امله اوس مهال د بشري حقونو نقض د نړیوالې سولې او امنیت نقض ګڼل کېږي.

همدې ته په پام چې موږ د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې په درېيمه ناسته کې څه وليدل له دې پورتني تړاو سره په تضاد کې دي. یعنې ملګرو ملتونو د دې ناستې د ترسره کولو لپاره داسې ترتیبات نیولي چې طالبان چې په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض تورن دي، حضور په کې لري، خو د بشري حقونو د نقض د قربانیانو استازي چې باید په داسې ناسته کې حاضر وای، نشته. د داسې اقدام له کبله داسې موارد را پيدا کېږي چې هر يو يې په افغانستان کې د قومي لږکيو د بشري حقونو پر نقض اغېز لري.

د سیاسي ګډون له حق څخه محرومیت

په داسې ناسته کې ګډون کول چې پرېکړه یې د قومي لږکيو په ګډون د ټولو پر سیاسي برخليک اغېز لري، د دې ټولنیزې ډلې حق دی. دا چې ملګري ملتونه د بشري حقونو د مدافع په توګه، په دوحه کې د ناستې د ترسره کولو لپاره داسې ترتیبات نیولي دي چې په کې د قومي لږکیو استازي حضور نه لري او نه شي کولای په دې پلاټفارم کې د خپل سرنوشت د ټاکلو له حق څخه ګټه واخلي، د دې لږکیو د بشري حقونو نقض ګڼل کېدای شي.

حقیقت دا دی چې د افغانستان په قضیه او په دې هیواد کې د سیاسي ثبات د تأمین په هر ډول هڅه کې قومي لږکي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له سیاسي، ټولنیزو او امنیتي ساحو څخه ایستل شوي دي، د قضیې مقابل طرف دی او پرته له دوی څخه په افغانستان کې د دوامدار ثبات تأمین ناممکن دی. په دې توګه په هغه ناسته کې چې د ملګرو ملتونو له خوا ترسره کېږي، د دوی د ګډون حق ته پاملرنه نه کول له هغو اهدافو او اصولو سره په ټکر کې دي چې دا سازمان د هغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تاسیس شوی دی.

د بې‌ثباتۍ پراخوالی او د بشري حقونو د نقض دوام

په دوحه کې د طالبانو د ډلې یو اړخیز حضور، نه یوازې د افغانستان له ثبات سره مرسته نه کوي، بلکې په دې هیواد کې د بې‌ثباتۍ بحران زیاتوي ځکه کله چې په هغه پروسه کې چې له طالبانو سره د تعامل او د افغانستان د راتلونکې لپاره پلان شوې د افغانستان اکثریت خلکو، له ښځو نیولې تر قومي او مذهبي لږکیو پورې، نادیده ګڼل کېږي نو له دې څخه نوې جبهې را زېږي.

دا جبهې‌ جوړونې او د نویو صفونو ایجاد به په افغانستان کې سیاسي کړکېچونه او شخړې زياتې کړي او له امله به يې واکمنه ډله اړه شي چې د سیاسي اقتدار د ټینګولو لپاره د زیانمنو ډلو پر وړاندې له زور او فشار څخه کار واخلي او د بشري حقونو نقض ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، کله چې قومي لږکي ځان د لوبې له دایرې څخه بهر وویني، د واکمن ځواک د ننګونې لپاره به له هېڅ هڅې دریغ ونه کړي. لکه څنګه چې د تېر کال په پرتله په دې وروستیو کې نظامي شخړې زیاتې شوي دي. همدارنګه، که فرض کړو چې واکمنه ډله له نور فشار او نظامي تسلط څخه کار اخلي نو قومي لږکي کولای شي دا ډله وننګوي او دا هغه څه نه دي چې ملګري ملتونه یې د دوحې په درېيمه غونډه کې په لټه دي.

د بشري حقونو په نقض کې د طالبانو سپين سترګي

د دوحه د درېیمې ناستې بله پایله به د طالبانو زیات جسارت وي. په دې ناسته کې د قومي لږکیو د استازو نشتون او د طالبانو د ډلې یو اړخیز حضور، د طالبانو ډلې ته زیات ارزښت ورکول دي او دا ډله پر ځان باوري کوي چې حق پر جانب دي. تر دې وروسته به دا ډله نه یوازې د قومي او مذهبي لږکیو حقونو او نورو بشري حقونو ته درناوی نه کوي، بلکې کېدای شي په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخ نقض کې لا ډېر سپين سترګي شي.

په حقیقت کې، له سیاسي ځواکه د قومي لږکیو محرومول د بشري حقونو د نقض یوه بیلګه ده او که دا محرومیت د یوې داسې پروسې له لارې عملي شي چې ملګري ملتونه په کې مهم رول لري، بې له شکه چې د طالبانو دريځ به ورسره لوړ او ځان غوښتنه به يې ورسره ډېره زياته شي. لکه څنګه چې اوس مهال هم طالبانو د دوحې په ناسته کې د خپل ګډون لپاره شرایط دا ټاکلي و، چې د افغانستان د خلکو استازي به نه وي او نه به هم په اجنډا کې د ښځو په تړاو بحث وي.

له طالبانو الهام اخيستنه او د بشري حقونو د نقض پراخوالی

طالبانو چې له کومو تاوتریجنو تګلارو په استفادې واک ترلاسه کړی، افراطي ډلې ښايي له همدې الهام واخلي او کېدلای شي چې د دوحې د غونډې يوه بله شونې پايله وي. د طالبانو ډله د تېرو شلو کلونو پر مهال د سياسي واک ترلاسه کولو لپاره په ډېره تاوتریخجنه توګه وجنګېدله. که د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په نوښت د طالبانو د مشروعيت زمينه برابره کړي، دا به په حقيقت کې د افراطي ډلو هڅول وي چې د سياسي نظامونو د چپه کولو او د بشري حقونو د نقض په ګډون له تاوتریخجنې لارې نړیوال مشروعیت ترلاسه کولای شي.

د طالبانو پر وړاندې له دريځه پر شاتګ به نورې ورته ډلې وهڅوي چې د بشري حقونو له پراخ نقض، جنګي جنايت او د بشريت پر خلاف له جنايت سره-سره په نړيوالو غونډو کې منل کېږي. دا چاره به نه يوازې په افغانستان بلکې تر دې هاخوا ته تاوتریخجنې ډلې وهڅوي چې بشري حقونو او نورو نړیوالو قوانینو ته له پاملرنې پرته خپل اهداف ترلاسه کړي.

په پای کې هم ويلای شو چې د دوحې درېيمه غونډه چې اوس ترسره شوه، نه يوازې د افغانستان له مسئلې سره مرسته نه کوي، بلکې نوره بې ثباتي زېږوي او په داسې وضعيت کې به د بشري حقونو نقض په ځانګړې توګه د بشري حقونو د ډلو متضرروالی دوام پيدا کړي او لا به پراخ شي.