باوري سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړې چې د چنګاښ مياشتې پر څلورمه د ماسپښین پر شاوخوا دوو بجو د طالبانو د کانونو او پټروليم د وزير په کاري دفتر کې يو سوداګر وهل شوی او دې سوداګر د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته شکایت کړی او د عدالت غوښتنه يې کړې ده.
دې سرچينو ويلي، چې د اندخوې د مالګې د کان د داوطلبۍ د څرنګوالي په تړاو د دې سوداګر تر اعتراض وروسته شهاب الدين دلاور خپلو ساتونکو ته د هغه د وهلو امر کړی دی او د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د مسوولينو او يو شمېر سوداګرو پر وړاندې يې د هغه سپکاوی کړی دی.
سرچينې زیاته کړه: «شهاب الدين دلاور لومړی دې سوداګر ته ښکنځل وکړل او وروسته يې خپلو ساتونکو ته امر وکړ چې ويې وهي.»
د طالبانو د کانونو او پټروليم د وزير خپلوانو د دې ډلې د استخباراتو له ادارې سره اړيکه نيولې او ترې غوښتي يې دي چې دا سوداګر دې ونيسي، خو د استخباراتو ځواکونو له وزير څخه غوښتي چې بايد په ليکلي ډول غوښتنه ترې وکړي، تر څو هغوی دا سوداګر ونيسي، خو داسې نه دې شوي.
د طالبانو د استخباراتو رياست د دې ډلې په حکومت کې يوه غښتلې اداره ده او له همدې کبله د کانونو او پټروليم وزارت په ګډون په ټولو وزارتونو کې فعاليت لري.
د طالبانو له مشر څخه غوښتنه
د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښيي چې د شهاب الدين دلاور له لوري کوم سوداګر وهل شوی او سپکاوی يې شوی دی، نوموړي د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته عريضه کړې او د شهاب الدين دلاور په تړاو يې شکايت ورته کړی دی.
د دې عريضې په متن کې راغلي چې د ۵.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کارخانې ټول ماشين الات يې له هسپانيې هيواد څخه راوړي او د بلخ ولايت د مرکز د مزار شريف ښار په امير علي شير نوايي صنعتي پارک کې يې پانګونه کړې ده.
دې شرکت ادعا کړې، چې په داوطلبي کې يې تر ټولو لوړه بيه يعني په هر ټن کې ۴۲۲۲ افغانۍ وړانديز کړې، خو داوطلبي د ابو سعيد په نوم یو شرکت ګټلې ده.
د اندخوی د مالګې د کان د داوطلبي يوه ګډونوال شرکت اطلاعات روز ورځباڼې ته وویل، چې ابوسعيد شرکت د مالګې د کان په برخه کې هيڅ ډول تجربه نه لري، خو بيا يې هم داوطلبي ګټلې ده.
د داوطلبۍ تر ختمېدو وروسته د طالبانو د کانونو او پټروليم وزير شهاب الدين دلاور ويلي، چې که کوم شرکت د «ابو سعيد» شرکت پر ګټلو اعتراض لري، نو بايد لومړی ۵۰ زره امريکايي ډالره ضمانت ورکړي او تر هغه وروسته يې شکايت ارزول کېږي.
په داوطلبي کې د يوه ګډونوال شرکت په وینا، شهاب الدين دلاور ويلي، لکه څرنګه چې يې ابوسعيد شرکت په همکارۍ سره د تيلو مافيا ختمه کړې، همداسې به د مالګې مافيا هم ختموي.
ابو سعيد شرکت د افغانستان په شمال کې د نفتو د استخراج په تړون کې شريک دی او ويل کېږي چې د طالبانو د کانونو او پټروليم له وزير سره نږدې اړيکې لري. سيد محمد کريم هاشمي د «ابو سعيد» د کانونو د استخراج د شرکت رييس او سيد محمد يما هاشمي يې مرستيال دی.
شکايت کوونکی سوداګر د داوطلبۍ په غونډه کې شهاب الدين دلاور ته وايي، چې اوازه ده تاسو د ابو سعيد شرکت يا هم يما پټروليم ملاتړ کوئ او په همدې سره د طالبانو وزير په غوسه کېږي.
سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې شکايت کوونکی سوداګر حاضرېږي ترڅو ۵۰ زره ډالره ضمانت ورکړي ترڅو وڅېړي چې د مالګې د معدن تړون په څه ډول ابو سعيد شرکت ته ورکړل شوی دی، خو په دې سره شهاب الدين دلاور نور هم غوسه کېږي او په وهلو-ډبولو لاس پورې کوي او ښکنځلې کوي.
وهل شوي کس د طالبانو د مشر دفتر ته په خپله عريضه کې ليکلي: «شيخ صيب له خپله ځايه را ولاړ شو او د شرکتونو پر وړاندې يې زما پلار، مور او ناموس راته وښکنځل، سپکاوی او بې عزتي يې را واړوله. وزير خپلو امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چې زما لاسونه دې وتړي او ما دې ووهي. د قانون او شريعت له مخې هيڅوک حق نه لري چې د محکمې تر حکم وړاندې يو څوک ووهي او يا يې هم ناموس وښکنځي.»
ابو سعيد شرکت تر اوسه د دې تورونو په اړه څه نه دې ويلي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسيدلي شواهد ښيي چې د اندخوی، ميمنې او درزآب په سيمو کې د اندخوی د مالګې د کان په داو طلبۍ کې لسو شرکتونو د روان کال د چنګاښ مياشتې پر ۴مه ګډون کړی وو. په دې شرکتونو کې ابوسعيد، پامیر بلور، صنایع زاده، برادران اتحاد، شرق میانه، د ملا زاده پويير، نوی امید احسان، آینده درخشان، سلینا او مصطفی امید شرکتونه شامل وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اسناد چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلي، ښيي چې ابوسعيد شرکت د ميمنې په مالګينو ساحو کې ۸۶، په اندخوی کې ۸۲ او په درزآب کې ۷۵ نومرې ګټلې دي. «پامیر بلور» شرکت د ميمنې د ساحې په داوطلبۍ کې ۶۷ او په اندخوی کې ۶۲ نومرې ترلاسه کړې دي.
صنایع زاده، برادران اتحاد، شرق مياینه او نوي امید احسان شرکتونو يوازې د ميمنې په کان کې ګډون کړی و چې په ترتيب سره يې نومرې ۸۵، ۵۷، ۵۸ او ۶۱ دي.
اینده درخشان او سلینا شرکتونو يوازې د اندخوی سيمې په داوطلبۍ کې ګډون درلود او د دې شرکتونو نومرې ۵۹ او ۵۱ دي.
که څه هم په داوطلبۍ کې «د ملازاده پوییر» او «مصطفی زاده» شرکتونو ګډون کړی وو، خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سند له مخې يې هيڅ نومره نه ده ترلاسه کړې.
خو، د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښيي چې ابوسعيد شرکت د اندخوی، ميمنې او درزاب په مالګينو ساحو کې په هر ټن کې يو ډول ۳۱۷۱ افغانۍ رياليټي وړانديز کړې وه. په داسې حال کې چې د اندخوی په مالګينه ساحه کې د سلینا شرکت وړانديز شوې رياليټي په هر ټن کې ۴۲۲۲ افغانۍ وه او نوي اميد احسان شرکت د ميمنې په ساحه کې په هر ټن کې ۴۴۰۷ رياليټي وړانديز کړې وه، خو دې دوو شرکتونو داوطلبي نه ده ګټلې.
د اندخوی مالګه
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د جون مياشتې پر ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې په فارياب ولايت کې د مالګې د کانونو درې بلاکونه چې «اندخوی»، «میمنه» او په دولت اباد ولسوالۍ کې «درزآب» په کې شاملېږي، د «يوه شفاف» بهير له مخې داوطلبۍ ته وړاندي شوي دي.
دې وزارت ويلي و، چې د درزآب د مالګې کان بلاک ۴٫۴۳۶۵۱، اندخوی بلاک کان ۴٫۴۶۶۴۶ او ميمنه کان ۵٫۲۹۸۸ کيلومټره مربع مساحت لري.
د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي و، چې د داوطلبۍ د پرانيتسې په مراسمو کې شهاب الدين دلاور موجود و. شهاب الدين دلاور ادعا کړې د کانونو د داوطلبۍ په بهیر کې شفافيت په نظر کې نيول شوی دی.
ده ويلي و: «کانونه د هيواد ملي شتمني ده او د افغانستان په ټولو خلکو پورې تړاو لري او د کانونو او پټروليم وزارت هڅه کوي چې د کانونو تړونونه په روڼتيا/شفافیت او د کانونو له تګلارې سره سم د کان کيندنې له اصولو سره سم ترسره شي.»
خو، د طالبانو د کانونو د وزير د شفافیت ادعا د اندخوی د مالګې د کان د تړون پر سر له جدي پوښتنو سره مخ ده.
شهابالدین دلاور څوک دی؟
شهاب الدين دلاور د طالبانو ترمنځ د شيخ الحديث په لقب سره مشهور دی او د افغانستان په سویل ختيځ لوګر ولايت کې زېږېدلی دی. ده ديني زده کړې د پاکستان په اکوړه خټک حقانيه مدرسې کې کړې دي او له هماغه ځايه فارغ شوی دی. شهاب الدين دلاور د طالبانو د خوځښت له بنسټګر او د دې ډلې له لومړي مشر ملا عمر سره نږدې اړيکې درلودې. دلاور د ۹۰يمو کلونو په وروستۍ نيمايي کې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال په پاکستان کې او سعودي عربستان کې د طالبانو د سفير په توګه دندې کړې دي.
شهاب الدين دلاور له متحده ايالاتو او د افغانستان له پخواني حکومت سره د مذاکراتو د پلاوي غړی و او په همدې شاليد سره کابينې ته راغلی دی. په طالبانو کې دننه باوري سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلی، چې شهاب الدين دلاور د طالبانو د کابينې د جوړېدو پر وخت ټينګار کاوه چې د کانونو او پټروليم وزارت دې ورکړل شي. ويل کېږي چې شهاب الدين له اقتصادي مسایلو او شتمنۍ سره ډېره لېوالتيا لري.
د شهاب الدين دلاور تر مشرۍ لاندې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ډېره ليوالتيا لري چې په چټکۍ قراردادیانو ته کانونه او تر ځمکې لاندې سرچينې په قرارداد ورکړي. طالبانو چې د کانونو کوم تړونونه کړي، مبهم او غير شفاف دي.
طالبانو په افغانستان کې سخت اختناق رامنځته کړی او له همدې کبله د کانونو په تړونونو کې پراخ ابهام شته. د طالبانو حکومت د لوېديځ د بنديزونو او په نړیواله توګه د نه رسميت پيژنې له کبله هڅه کوي چې له هرې شونې لارې خپل عوايد زيات کړي.
د طالبانو پر حکومت سختې نيوکې کېږي چې د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو پر خلاف کېدونکو شکايت کوونکو ته پاملرنه نه کوي. وبه کتل شي چې طالبان د اندخوی د مالګې د کان په تړون کې د نه شفافیت او همدا راز د يوه سوداګر د سپکاوي او وهلو-ټکولو په تړاو څرنګه اقدام کوي؟