د هیواد په سویل کې ارزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ۱۴۳ تاریخي سیمې او اثار په کې موجود دي، چې د ځینو تاریخي اثارو قدامت یې زرګونه کلونو ته رسیږي.
په دې ولایت کې کافر کلا، بوزیچه، سلیمان تخت، د تودو اوبو چینه، لویه جامع، کلا یې مُرچه… هغه تاریخي سیمې دي چې زیاتې مشهورې او د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي وایي، په دې ولایت کې ۶۰ سلنه تاریخي اثار د تېرو جګړو او طبیعي پیښو له امله ویجاړ او بیا رغیدو ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: «په ارزګان ولایت کې هغه تاريخي اثار چې سلګونه کلونه تاريخي ارزښت لري ډير يې په تېرو جګړو کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله ويجاړ شوي دي زموږ د معلوماتو له مخې دا مهال ۶۰ سلنه تاريخي اثار ويجاړ شوي دي چې رغيدو ته اړتيا لري، د ويجاړ شوو تاريخي اثار د بیا ترميم په هدف موږ د اطلاعات کلتور وزارت ته راپور ورکړی دی او هيله شته چې بیا ځلي ترميم شي.»
هغه دغه راز زیاتوي، چې د ویجاړو شویو تاریخي اثارو د بیا ځلي ترمیم په اړه یې د موسېساتو سره هم خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي چې د دغو اثارو په ترمیم کې ورسره همکاري وکړي.
له دې سره په ارزګان ولایت کې یو شمیر تاريخ پوهان وايي، د دې ولايت په ډيرو سيمو کې تاريخي اثار د لهمنځه تلو په حال کې دي او د مسوولينو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
په دې ولايت کې يو تن تاريخ پوه حکمت الله حکيمي وايي، چې تاريخي اثار د يو هېواد ملي شتمني ده او په وينا يې چې د دې اثارو پر ځای پاتې کيدل د خلکو او هیواد لپاره ډير مهم دي.
هغه زیاتوي، چې واکمن حکومت مسووليت لري چې ټول هغه تاريخي اثار چې دا مهال د ويجاړيدو له خطر سره مخ دي بیا ځلي ترميم کړي.
نوموړي وویل: «ديو هېواد شتمني تايخي اثار دي داچې اوس مهال په ارزګان ولايت کې تاريخي اثار ويجاړ شوي دي داد انديښنې وړ خبره ده هغه دولتونه چې په يو هېواد کې واک لري د هغه دولت مسووليت دی چې د تاريخي اثارو ساتنه وکړي موږ د اطلاعات کلتور پر مسوولينو غږ کوو چې د تاريخي اثارو شته وضعيت ته پاملرنه وکړي.»
بلخوا ارزګان کې عام خلک وايي، چې د دغه ولايت په ډيری سيمو کې شته تاريخي سيمې د خلکو لخوا غصب شوي او په شخصي ملکيتونو بدلې شوې دي.
د دې ولایت يو اوسيدونکی حبیب الرحمن وايي، چې دغلته ځيني تاريخي اثار د خلکو لخوا په تېرو وختونو کې چور شوي او په خپلو کورونو کې یې پټ کړي دي.
هغه غوښتنه کوي، چې د خلکو سره په کورونو شته تاريخي اثار دې راټول او هغه تاريخي سيمې چې ارزښت لري د غصب څخه دې خلاصې شي.
نوموړي وويل: «موږ چې په ارزګان ولايت کې معلومات لرو ډيرې هغه تاريخي سيمې چې د افغانانو لپاره ارزښت لري اوس مهال د خلکو لخوا غصب شوي دي په ځينو سيمو کې خلکو ورباندې ابادۍ کړي دي، ځينې تاريخي اثار خلکو په دا څو کلونو کې چور کړل او د ځان سره يې په کورونو کې ساتلي دي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې باید د خلکو د کورونو څخه تاريخي اثار راټول او هغه سيمې چې اوس مهال غصب شوي دي هغه د غصب څخه خلاصې کړي.»
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغا ولي قریشي دغلته د تاریخي سیمو د عصب خبره مني، خو وایي چې د تېر يوه کال راهیسې يې د ارزګان په بېلابېلو سيمو کې د غصب شوو تاريخي سيمو د بیا ځلي خلاصيدو لړۍ پېل کړې او يو شمير غصب شوې تاريخي سيمې يې د غصب څخه خلاصي کړي او ترڅنګ یې د ملکي خلکو په کورونو کې داسې تاريخي اثار هم موندلي او ترلاسه کړي چې زيات ارزښت يې درلوده.
نوموړي وويل: «هغه تاريخي سيمې چې د خلکو لخوا څخه غصب شوې وې موږ د يوې کميټې په مرسته ډيرې خلاصي کړي دي او پاتې نورې داسې سيمې چې اوس هم غصب دي د خلاصيدو لړۍ يې روانه ده، بل موضوع داچي موږ د خلکو په کورونو کې داسې تاريخي اثار هم موندلي چې زيات تاريخي قدامت يې درلوده هغه اثار موږ د اطلاعاتو او کلتور موزيم ته راوړي دي.»
افغانستان د تاریخي اثارو له اړخه بډایه هیواد بلل کېږي، خو د وروستیو جنګونو او طبیعي افتونو له کبله زیات شمیر یې بهر ته قاچاق شوي او یا هم په کور دننه ویجاړ شوي دي. تاریخ پوهان وایي، که څه هم تاریخي اثار او سیمې د یو هیواد لپاره په تاریخي توګه زیات ارزښت لري، خو افغان حکومتونو ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او دا مهال له منځه تلو په حال کې دي.