close
Photo: Sent to Etilaatroz

پکتیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کیدو په پیښه کې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۷ د چنګاښ) د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند «زرکونه کنډو» سیمه کې د یو پیکپ موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.

سرچینې زیاتوي، په دې پیښه کې يوه ښځه مړه شوې او د موټر چلوونکي په ګډون څلور نور سپاره کسان ټپيان دي.

د يادې پېښې او ټپيانو په تړاو نور جزيات نه دي ورکړل شوي او نه هم د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه ويلي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پیښو کچه لوړه شوې چې تر ډیره یې لامل بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.