close

ننګرهار کې درې ځوانان د زهرو خوړلو له امله مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایی سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې درې ملګري د زهرو خوړلو له امله لومړی مسموم او بیا مړه شوي دي.

د یو مړ شوي کس خپلوان فریدالله وایي، پرون شپه (یکشنبه، ۱۷ د چنګاښ) درې ځوانان یو ملګري میلمانه کړي وو، چې په ډوډۍ کې درې واړه د زهرو خوړلو له امله لومړی مسموم او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې.

فریدالله وویل: «جلال اباد ښار کې درې ملکري وو، چا ورته ډوډۍ کړي وه خو دوی نه وو خبر چي مونږ ته يی په ډوډۍ کي زهر اچولي دي بس ډوډۍ ترې هر يو ملګري خوړلې دوی هر یو چې کور ته تللي نو بس هلته یې پرې تاثیر کړی چې بیا دوو یې روغتون کې ساه ورکړې او یو یې په خپل کور کې مړ شوی دی.»

بلخوا د ننګرهار امنیې قومندانۍ کې یوې باوري سرچینې وویل، چې یاد کسان د زهري شرابو د څښلو له کبله مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې په دې اړه یې لا نورې پلټنې پېل کړي، چې وروسته به یې له رسنیو سره شریکې کړي.