close

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پېل شوی.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف نن (دوشنبه، ١٨ د چنګاښ) د دغه کمپاین پرانېستې پر مهال وویل، چې یاد کمپاین یې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پېل کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې کمپاین پر مهال به تر پنځه کلنۍ کم‌ عمره ٨ لکه او ٥٣ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د شریف د معلوماتو له مخې د دې کمپاین د تطبیق لپاره د ١٤٠٠ نجونو په ګډون پنځه زره کارکوونکي ګمارل شوي دي.

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین داسې مهال پېل شوې چې په ۲۰۲۳ کال هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار کې وې او دوه یې تازه په کندهار کې ثبت شوي دي.

ډاکټران وایي، پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د درملنې وړ نه‌ده، خو یوازې یې د واکسین له لارې مخه نیول کېدای شي.