close

ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه کې یو کس وژل شوی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ويلي چې پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ٢١د چنګاښ) د دره نور ولسوالۍ اړوند «شيمول» سيمه کې د «حبيب الله» او «ملک مست علي» کورنيو تر منځ شوې.

زابلي ويلي چې یادو کورنیو لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو-بل ډزې کړي چې پر مهال يې د حبيب الله زوی موسی د ملک مست علي د کورنۍ له خوا په ډزو وژل شوی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ ویاند ويلي چې سيمې ته طالب پولیس رسېدلي خو د قاتل په نيولو نه دې توانېدلي.

طالبانو ويلي چې د یادو دوو کورنیو دښمني پخوانۍ ده او په دې دښمنۍ کې تر اوسه له دواړو لور ٨ کسان وژل شوي دي.

څو میاشتې وړاندې هم په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې اووه کسان وژل شوي وو.