close
کابل لاریون

د نړۍ تر ۳۵۴ زره زیات وګړي: طالبان دې د بشري حقونو درناوی وکړي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د دې سازمان د کمپاين په ترڅ کې ۳۵۴ زره او ۸۴۷ لاسليکونه راغونډ شوي دي چې له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو درناوی وکړي او خوندې دې وساتي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې دا کمپاین د نړیوال پیوستون يوه ځواکمنه ننداره ده.

دې سازمان نن (جمعه، ۲۲ د چنګاښ) پر ايکس ليکلي: «د بشري حقونو د فاجعه‌ناک وضعیت په دوام سره بايد موږ په افغانستان کې [د بشري حقونو په تړاو] پوښتنې کولو او عدالت لپاره خپلې مشترکې غوښتنې ته دوام ورکړو.»

طالبانو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو سخت بنديزونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو بې برخې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) په تازه توګه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت په تړاو راپور خپور کړی او ويلي يې دې چې د دې وزارت فعالیتونو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو منفي تاثيرات کړي او په ځانګړې توګه پر ښځو يې تبعيض‌آمیزه او غير مناسب اغېز کړی دی.

يوناما په خپل راپور کې ويلي چې [د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت] ډېری لارښودونه د ښځو په شخصي او ټولنیز ژوند کې لاسوهنه ده.