اطلاعات روز: د «افغانستان ازادۍ جبهه» وايي چې د طالبانو له لوري د محرم د وير پر مراسمو لګول شوي محدوديتونه د دې ډلې د «هویت ځپنې» او «يو رنګۍ» د سياست دوام دی.
دې جبهې نن (يکشنبه، ۲۴ د چنګاښ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې طالبان د ويرجنو په ځورولو سره «هڅه کوي چې زموږ خلګ د تاریخي مناسبتونو او مذهبي هويت له پالنې بې برخې کړي».
د «افغانستان ازادۍ جبهې» زياته کړې چې «د اهل سنت او تشیع مسلمانانو له لوري د عاشورا لمانځه زموږ د هيواد په تاريخ کې د پیوستون، همغږۍ او ديني زغم تر ټولو ستر مثال و».
دې جبهې ويلي چې په افغانستان کې تل د عاشورا په ورځ رسمي رخصتي وه او د شيعه او سني په ګډون ټولو خلګو دا ورځ لمانځله او له وجې به يې د امام حسين او د کربلا د شهيدانو درناوی کاوه چې د ظلم او تېري پر خلاف درېدلي وو.
د «افغانستان ازدۍ جبهې» ويلي چې د محرم پر وير محدودیتونه او د ويرجنو ځورونه «غير انساني» دي او غندي يې.
دې جبهې ويلي چې باور يې دادی چې د دې محدودیتونو «ریښه د دې ډلې هغه ویره ده چې د افغانستان په خلګو کې د ظلم پر خلاف د درېدو له روحيې يې لري».
د «افغانستان د ازادۍ جبهې» د اعلاميې له مخې، طالبان هڅه کوي چې د محرم پر مراسمو په محدودیت لګول سره د افغانستان د متدینو خلګو تر منځ د ظلم او بربريت پر خلاف د مقاومت او درېدلو انګېزې له منځه يوسي او هغوی د «طالباني امارت» بې پوښتنې اطاعت ته تيار کړي.
دې جبهې زياته کړې چې عاشورا او محرم د افغانستان د خلګو په اند «لوړ مقام» لري او «د داسې ورځې لمانځنه به تل پاتې وي او زموږ خلګ به اخير هم د خپلې خوښې فرهنګ او د ظلم ځپنې د روحيې له مخې د طالبانو د ظالمې ډلې ګلم ور ټول کړي».
د «افغانستان ازادۍ جبهې» د هيواد له وګړو غوښتي چې له طالبانو سره په چلند کې دې له احتياط سره-سره «د پخوا په څېر خپل مذهبي هویت او ارزښتونه ولمانځي او هيڅ ظالم ته دې هم په دې لار کې د مزاحمت او خنډ را منځ ته کولو اجازه نه ورکوي».
دا هم دویم کال چې طالبان په پر له پسې توګه په افغانستان کې د محرم پر ویرجنو پراخ محدودیتونه لګوي.
دې ډلې د يوه فرمان د خپرولو له لارې ويرجن د مسجدونو او حسينيو له شاوخوا پرته پر نورو ځایونو له بيرغ لګولو، په لارو کې له ډلییز تګ او په عمومي ځایونو کې له حضور څخه منع کړي دي.
طالبانو سږ کال په لومړي ځل شيعه ګان منعه کړي چې د وير مراسمو ته به سنيان نه ور غواړي او نه به هم له رسنيو سره مرکې کوي او ويلي يې دې چې د ویناوالو او نوحهویونکو نوملړ بايد له دې ډلې سره وړاندې شريک کړل شي.
د ځايي سرچينو له راپور سره سم، طالبانو د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې د محرم د ویر بیرغونه کښته او څيري کړي دي او په هرات کې يې يو ویرجن وژلی هم دی.