اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د تیز توپان او باران له امله د جلال اباد ښار په ګډون په څو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵ تنه مړه شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایې چې نن مازیګر (دوشنبه، ٢٥ د چنګاښ) د ورښتونو او توپان له امله د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یوې کورنۍ د کوټې چت راپرېوتی او په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي.
نوموړی زیاتوی چې له دې سربیره په جلال اباد ښار، بهسودو، بټي کوټ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د نن ورځې د باران او توپان له امله د ۳۵ تنو جسدونه او ۲۳۰ تنه ټپیان د دې ولایت سیمهییز او یو شمیر نورو روغتونونو ته وړل شوي دي.
همدا راز د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وياند ويلي چې دا ابتدايي شميرې دي او د زياتېدو امکان يې شته.
يوې سرچينې ويلي چې د مړو شمېر ۴۷ او ټپیان شاوخوا ۲۶۰ تنه دي.
ننګرهار کې هر کال د دا ډول موسمي بارانونو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوړي.
له دې سره-سره نن په کونړ کې هم د سېلابونو د راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي.