close
انځور: استول شوی

په ننګرهار کې د توپان او سېلابونو له امله ٤٥ تنه مړه او په سلګونو نور ژوبل دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایې چې په دې ولایت کې د تیرې ورځې (دوشنبه، ۲۵ د چنګاښ) د شدیدو ورښتونو، توپان او سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي او په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د کورونو د نړیدو له امله ٤٥ تنه مړه او ٣٠٠ نور ژوبل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قريشي بدلون د دې شميرو د خپرولو تر څنګ ويلي چې ټپیان د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوي چې اکثره یې میرمنې، ماشومان او سپین ږیري دي.

په ژوبلو کسانو کې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او همدا راز طالب چارواکو ويلي چې ځپل شویو سیمو ته يې روغتیایي ټیمونه هم استولي او له ګڼو ځپل شویو خلګو سره يې د اړتیا وړ بیړنۍ مرسته هم کړې.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي زیاتوي چې د تېري ورځې د توپان او سيلاب له امله همدا راز تر ٤٠٠ سوه زیات د استوګنې کورونه او د بریښنا ٦٠ پایې نړیدلي دي او ښايي دا شميرې تر دې هم زياتې شي.

قريشي بدلون ويلي، مړو شویو کسانو کې د یوې کورنۍ ١١ غړي هم شامل دي چې له کوټ ولسوالۍ څخه د سره رود ولسوالۍ ته کډه شوي وو تر څو د خښتو بټیو کې کار وکړي. د نوموړي په خبره، پر دوی د کوټې چټ راپرېوتی او ټول په کې مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې د تېرې ورځې په مرګ ژوبله کې د اتو خويندو يواځيني ورور «عصمت الله» هم د کور د نړیدو له کبله ژوند بایللی دی.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ناورین د زیانمنو د لاسنیوي او د خلکو د ژغورنې لپاره یې خپل امکانات په کار اچولي دي.

مګر زیانمنې شوې کورنۍ وایې چې دوی د څښاک اوبو، خوراکي توکو او نورو اړینو مرستو ته عاجله اړتیا لري او څه ډول چې لازمه ده لاسنیوی یې نه دی شوی.

د خلکو په خبره په ځپل شویو سیمو کې بریښنا او مخابراتي شبکې قطع شوي او لاهم د سیلابونو ویره شته.

پر ټولنیزو شبکو په ځینو خپرو شویو تصویرونو او ويديوګانو کې لیدل کیږي چې د باد سرعت دومره زیات و چې ونې یې له بیخه ویستلي او ځینې کورونه یې په بشپړ ډول ړنګ کړي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ادارې ویلي چې نن (سې شنبه، ٢٦د چنګاښ) یې ټولو ځپل شویو سیمو ته ټیمونه استولي او تر سروې وروسته به له اړمنو کورنیو سره اړینې مرستې وشي.

دوی همدا راز له نړیوالو مرستندویه ادارو هم د مرستو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د ننګرهار په ګډون دوولس ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سخت باد اټکل کړی دی.