اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د وړمې ورځې شدید باران او توپان له امله د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت سیمه ییز روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د وړمې ورځې (دوشنبې، ۲۵ د چنګاښ) ورښتونو، بادونو او سیلابونو له امله له جلال اباد ښار، بهسودو، سره رود، بټي کوټ او روداتو ولسوالیو څخه سیمه ییز روغتون ته د ۱۳۰ کسانو جسدونه او ۴۱۰ کسان په ژوبل حالت کې راوړل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د مړو شویو او ژوبل شویو کسانو شمیر له دې هم لوړ دی ځکه چې ځینې یې روغتون ته له راوړل کیدو مخکې په خپلو سیمو کې خاور ته سپارل شوي او د ځینو ټپيانو درملنه په سیمه کې د روغتیایي ټیمونو له لوري ترسره شوې ده.
په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي چارواکي بیا د وړمې ورځې توپان او ورښتونو له امله د مړو شویو شمیر ۴۵ او د ژوبل شویو کسانو شمیر له ۳۰۰ لوړ ښودلی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي نن (چهارشنبه، ۲۷ د چنګاښ) رسنیو ته وویل، له زیانمونو شویو کورنیو سره د پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت له لوري له هرې کورنۍ سره د ۵۰ زره افغانۍ نغدي او د خوراکي توکو مرسته ترسره شوې.
د هغه په وینا د ننګرهار د دوشنبې ورځې توپان له امله سره رود او د جلالاباد ښار ځینې سیمې ډېرې ځپل شوي او زیاتره قربانیان بیا د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې پرې د کوټو چتونه راپریوتلي دي.
نوموړی زیاتوي، چې تیزو بادو او شدیدو ورښتونو په دغه ولایت کې له ۴۰۰ ډیر کورونه،د برېښنا ۶۰ پایې او په تورخم کې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره په ځانګړي پنډغالي کې له ۸۰۰ زیاتې خېمې په بشپړه ډوله غورځولي او په زیاتره سیمو کې برېښنا او مخابراتي شبکې قطع شوي دي.
بلخوا زیانمنې شوې کورنۍ شکایت کوي، چې خوراکي توکو، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري، چې تر اوسه ورته په کمه اندازه رسیدلي دي.
په ورته مهال د ټولنیزو شبکو کاروونکو د ځپل شویو کورنیو لپاره پر ټولنیزو شبکو د مرستو راټولولو خبر ورکړی او په ځینو سیمو کې یې د یادو مرستو د راټولولو لپاره د خېمو درولو تابیا نیولې ده.
دوی د هیواد دننه او بهر هم پر شتمنو هیوادوالو غږ کړی چې له زیانمنو شویو کورنیو دې خپلې مرستې نه دریغ کوي.
په همدې حال کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په ننګرهار ولایت کې د دوی کاري ډلې ګمارل شوې، تر څو د سېلاب ځپلو اړتیاوې وارزوي او اغېزمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.