اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طالبانو غوښتي چې ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نه ترسره کېږي.
نوموړي پرون ورځ (سېشنبې،۲۶ د چنګاښ) د يوه خبري کانفرانس پر مهال ویلي، چې د ترهګرو ډلو له لوري د افغانستان د خاورې نه کارول له طالبانو سره په تعامل کې يو لومړیتوب و او دی.
ميلر دا څرګندونې په افغانستان کې د پاکستاني جنګيالو د شتون په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي، چې د پاکستان خلک د تاوتریخجنو افراطیانو او ترهګرو له لاسه ډېر کړېدلي دي.
ده زياته کړې: «موږ د پاکستان له خلکو او دولت سره د سيمهييز امنيت له ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لرو … او موږ همدا راز له طالبانو غواړو چې ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نه ترسره کېږي. دا زموږ لپاره له هغوی سره په تعامل کې يو لومړيتوب و او دی.»
پاکستان ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان يا هم ټي ټي پي په افغانستان کې امن پناهځایونه لري او له دې هيواده خپل بريدونه پلانوي.
پر بنديزونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې تقريبا له شپږ زرو څخه تر شپږ زره او ۵۰۰ پورې جنګيالي لري او په دې هيواد کې ستره ترهګره ډله ده.
خو، طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو ټولو بهرنیو ډلو شتون ردوي.