اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې یو ځوان خپلو څلورو ورونو په وهلو ډبولو وژلی دی.
په دې ولایت کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان محمد قاسم نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۷ د چنګاښ) د زیړۍ ولسوالۍ اړوند «سنځري» کلي کې خپلو ورونو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې قاسم د خپلو ورونو سره د ځمکې او نورو کورنیو ستونزو له امله شخړه کړې چې په همدې ترڅ کې یې ورونو په وهلو ډبولو وژلی دی.
د سرچینو په وینا، چې قاسم تر دې څو ځله وړاندې هم له خپلو ورونو سره له لفظي شخړې او جګړې کړې وې.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولین یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې د پیښې تورن کسان یې نیولي او ډیر ژر به یې خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي..
په سویلي ولایتونو کې ډیر کله د داسې پیښو لامل فقر، بې کارۍ، د ځمکې ویش او نورې کورنۍ ستونزې بلل کېږي.